موږ او رڼاګانې سیاسي رڼا


لیکوال:محمدناصرحلیمي

موږ او رڼاګانې

سیاسي رڼا

د سياست په ډګر کې له پېړيو راهيسې پر موږ تورتم دی، علت یې دا دی چې زموږ د سیاسي شعور پر افق د قرآن کریم د سیاسي پیغامونو لمر نه دی راختلی او دا سیاسي تورتم به تر هغه وي چې حق تروړو سیستمونو ته مو پرقرآني حقپالو حل نه وي را ايستی.

تر هغه به مو مستبدو او ظالمو ته سرونه ټيټ وي چې د بشري وینو، اوښکو او خولو ارزښت، پوښتنه او ارزونه راسره نه وي. سیاسي رڼا هله ترلاسولای شو، چې د بې پالونکي ماشوم، غمجنې ښځې، بېوزله دردېدلي پلار، بې سرنوشته پېغلې، لالهانده سپین ږیري، سرګردانه پرېشانه ځوان او د لار ورکي انسان په اړه جامع قرآني ستراتېژي او نبوي پالیسي ومومو.

نن چې د اروپا ۲۴ هېوادونه یوه سیکه چلوي ؛ خپلو کې بريد او پولې نه لري، خپلمنځي مذهبي، سیاسي، اقتصادي، دیني تعصبات او اختلافات يې د ټولې اروپا د مصلحت لپاره هېر کړي، لوړ استعدا ده خلک نازوي او پالي د دوی د سیاسیونو او ولسونو پر لوړ سیاسي شعور دلالت کوي.

موږ چې د هېوادنيو کړکېچونو په پلمه د غميو غوندې ځوانان په پرديو وسلو او لمسونونو یو په بل وژنو، پردي اشغالګر د خوشالولو لپاره پخپلو مظلومو هېوادوالو شپنۍ بې رحمه چاپې اچوو، د هر هېواد دننه د تعصباتو او اختلافاتو بدرنګې یتیم زېږې او کونډوونکي ګڼې بېلګې ګورو، که شعارونه څومره سپېڅلي او زړه راښکونکي وي، د سیاسي شعور تر ټیټوالي او نشتوالي پیاوړې انګېزه نه لري.

سياست هغه ګټوره پاليسي ده چې دوستان او دښمنان پرې وپاللی شئ، دوست او دښمن ته د خوندی او خوندور ژوند مخه هواره کړې، د متبادلو حسنه اړيکو له لارې دښمنان دوستان کړی.

د سياست د ګټلو لپاره بايد موږ خپل ځوان کادرونه داسې وروزو چې د سياست په نړيوالو پوهنتونو کې ستر څېړندويان او ستر پوهان وي.

سياست په حکومت د ملت او ګاونديانو عادلانه پالل، د پوهانو پر کره څېړنو، د طبيعت او بشری منابعو پر پراختيا مادی او معنوی پانګونه کول.

اسلامی سياست د اشعارونه نه دي: «زنده باد اسلام، مرده باد فلانی».

د ژوندانه په هر ډګر کې ژوندي او ژوند بښانده شخصيتونه د چارو د ګټور ترسراوی لپاره له توپير پرته وړاندی کولو ته سياست وايي.


No comments:

Post a Comment