اتلسم فصل:دیارلسم صفت (النور، رڼا)
قرآن
کریم د ژوند ټول اړخونه رڼوي، د ژوندانه څومره لارې چې مو ځان او خلکو ته رڼې کړې،
هومره مو د قرآن حق اداء کړې او په څومره لارو کې چې بشري پرګنۍ لار ورکي دي په
حقیقت کې د قرآن حق مو ضائع کړې ده، دلته د بېلګې توګه د ژوندانه د رڼا څو اړخونه
په لنډه توګه توضیح کوو، چې خپلو مسؤولیتونو سره په تړاو د النور په معنا پوه شو.
د بشر په ژوند کې د رڼا
پېژندنې جولېزې او معنېزې برخې په لاندې آیتونو کې بیان شوي دي، که دا آیتونه د
تطبیق ساحې ته وړاندې شي. تیارې لارې رڼېږي او له
کړکېچه د وتو لار پرانستل کېږي:
«وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ
كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ
وَالَّذِينَ هُمْ بِآَيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ (156) الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ
الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي
التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ
الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ
وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ
فَالَّذِينَ آَمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ
الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (157) قُلْ يَا أَيُّهَا
النَّاسُ إِنِّي رسول الله إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ
وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآَمِنُوا بِاللَّهِ
وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ
وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ (158) وَمِنْ قَوْمِ مُوسَى أُمَّةٌ
يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ».[1]
(او زما رحمت پر هر څه خور
شوی دى او هغه به زه د هغه چا لپاره وليكم چې
زما د حکم له سرغړونې څخه ډډه وكړي، زكات وركړي او زما پر آيتونو
ايمان راوړي، (نو نن دا رحمت د هغه چا په برخه دى) چې د دې امي پېغمبر پېروي كړي
چې د هغه يادونه هغوى خپلې مخې ته په تورات او انجيل كې لیکې مومي. هغه دوى ته په نېكۍ حكم كوي، له بدۍ يې
منع كوي، د دوى لپاره پاک شيان حلال او ناپاكه
شيان حراموي او له دوى څخه هغه پېټي كوزوي چې پر دوى دروند شوي وو او هغه بنديزونه
ماتوي چې په هغه كې دوى كلک تړل شوي وو. نو كوم كسان
چې پر ده ايمان راوړي، د ده ملاتړ او مرسته وكړي او د روښنايۍ پيروي غوره كړي چې
له ده سره نازله شوېده هماغوى بريمن دي اى محمده!ووايه چې ' اى انسانانو! زه ستاسو
ټولو لوري ته د هغه رب استازى يم چې، د اسمانونو او زمکې د باچايۍ مالک دى، له هغه پرته بل خداى
نشته هماغه ژوند بښي او هماغه مرګ وركوي نو پر الله تعالی او د هغه پر نبي اُمي
استازي ايمان راوړئ چې الله تعالی او د هغه ښوونې مني پيروي وكړئ هيله ده چې تاسې سمه
لار ومومئ'. د موسى په قوم كې هم يوه ډله وه چې له حق سره سمه ښوونه يې كوله او له
حق سره سم يې عدالت كاوه).

No comments:
Post a Comment