لیکوال:محمدناصرحلیمي
قانونپوهانو ته حیرانوونکی
قانونپوهان دې ته حیران دي، چې قرآن کریم د
قوانینو د ایجاد سرچينه، لارښود، د ګټورتیا او زیانمنتیا د دقیق انځور له پلوه
عالي او معیاري زرکاڼى (محک) دی. فصیحان يې فصاحت ته حیران. بلیغان يې بلاغت ته حیران. د معاني، صرف او نحوې نابغه ګان ورته بېل ګوته
پرغاښ. د کايناتو د رازونو پلټونکي يې بې له امکاناتو د حقائقو وړاندوینې ته حېران
دي. اقتصاد پوهان يې په عوایدو او لګښتونو کې لارښوونو او د اړتیاوو (ضروریات)، غوښتنو
(حاجات) او سینګاریزو (تحسینات) ترمنځ ګټورو او هر اړخیزو متوازنو لارښوونو ته
حېران دي.
لنډه دا چې هر انسان چې څومره لوړ استعداد، ګڼ
تخصصونه او راز راز علمي وړتیاوې او د انسانیت د دردونو په اړه څومره دردمن زړه او
پرمختیاوو ته څومره لوړ همت او عالي ارزو او ډېر عقلي نوښتونه لري، هومره د قرآن
کریم مفاهیمو او حقایقو ته
حیران دی.
[1]. بشير احمد شاد (Basheer A. Shad) په 1928 ، عیسوي کې د
هند په دیان جالو سیمه کې زېږېدلی دی ، پلار يې د نصرانیت داعي او پخپله لاهور کې
د عیسویت مبلغ و ، په 1968 م کې مسلمان شو.

No comments:
Post a Comment