۱- حامل القرآن


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱- حامل القرآن

د قرآن هغه بار وړونکی چې جسم، عقل او روح يې قران په عالمانه او روزنيزه بڼه را اخلي ځان او نور بشريت ته د خير او خوښۍ ذريعه ګرځوي.

« وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « أَشْرَافُ أُمَّتَيْ حَمَلَةُ الْقُرْآنِ ».[1]

 له ابن عباس (رضي الله عنه) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم)وويل: زما د امت ډېر شريف خلک د قران وړونکي دي)

ملا علی قاري رحمه الله وايي: « يَعْنِي: مَنْ حَفِظَ مَبَانِيَهُ وَعَرَفَ مَعَانِيَهُ، وَعَمِلَ بِأَوَامِرِهِ وَنَوَاهِيهِ». [2]

(حَمَلَةُ الْقُرْآنِ هغه خلک دي چې د قرآن پر بنسټیزو موخو پوه شي، معنا یې وپېژني، امر یې پلی او له نهي یې ځان وساتي).

طيبِي وايي :« الْمُرَادُ مَنْ حَفِظَهُ وَعَمِلَ بِمُقْتَضَاهُ، وَإِلَّا كَانَ فِي زُمْرَةِ مَنْ قِيلَ فِي حَقِّهِمْ: (كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا)[3]».[4]

(«حَمَلَةُ الْقُرْآن» هغو ته وايي چې قرآن حفظ او غوښتنې یې عملي کړي، که عمل یې ونکړ دهغو کسانو څخه به وي چې الله تعالی د هغو په اړه وايي: د خرو غوندې درانه پېټي وړي).

د قرآن پر ترجمه چې پوه نه وي، د قرآن پر موخو نه پوهېږي او د قرآن موخې چې يې نه وي زده عملي کوي به یې څنګه؟.



[1]. الطبراني ، الحافظ ابي القاسم سلېمان بن احمد ، المعجم الكبير للطبراني ج 12 ص 125.

[2]. ملا علي قاري الهروي ، بن (سلطان) محمد ، أبو الحسن نور الدين ، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح ج 3 ص 931.

[3]. الجمعة: 5.

[4]. ملا علي قاري الهروي ، بن (سلطان) محمد ، أبو الحسن نور الدين ، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح ج 3 ص 931.


No comments:

Post a Comment