بې ځوابه پوښتنې


 لیکوال:محمدناصرحیلمي

بې ځوابه پوښتنې

له عامو خلکو او نړېوالو سره دا پوښتنه مطرح کېږي د اسلام د ادعاء سره په مسلمان مېشته هېوادونو کې د استثمار روحیه ولې ځواکمنه ده؟

په تجارتي معاملاتو کې ظالمانه او انحصاري سیستمونه ولې غالب دي؟

رشوت او له منصب نه بده استفاده ولې ترهر څه عامه شوې ده؟

په مسلمان مېشته هېوادنو کې د ظلم او فساد جعلي اتلان ولی منل او ملي ملاتړ شوي دي، سوداګر د تجارت د نورو فسادونو ترڅنګ د بدلو درملو د واردولو او پلورلو تر بریده ولې فاجران شول؟!

بیا له ظلمونو سره د دومره اوږدې چوپتیا په حل کې ولې پوهان پاتې راغلل؟

تر دې چې د ښوونځي، روغتون او ټولګټو ځایونو په جوړولو کې خیانتونه او جنایتونه پر مورګو اوړي، په هر څه کې غلا د رنځور په دوا د ښوونځي په خښته سمټ او د ماشومانو په کتاب او کتابچه کې غلا؟.

لامل يې دا دی، چې دا آیت يې زړه ته نه دی ښکته شوی:«وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ».[1]

(او تاسې مه پخپلو كې يو د بل مال په ناروا مه خورئ او مه يې هغو حاكمانو ته په دې غرض وړاندې كوئ چې تاسې ته په قصدي توګه او په ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي).

 



[1]. البقرة: ۱۸۸.


No comments:

Post a Comment