د ظلم ډولونه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د ظلم ډولونه

ظلم اعتقادي، عبادي، فردي، اجتماعي، سیاسي، زراعتي، صنعتي او اقتصادي... ډولونه لري.

ظلم د فصلونو تباه کول، د نسلونو فاسدول، د نسلونو، امکاناتو، فرصتونو او وختونو ضایع کول دي د امکاناتو او استعدادونو بې ځایه کارول دي. د ظلم هر ډول په قرآن کریم کې په ځانګړي ډول رد شوی او غندل شوی دی، له همدې امله الله تعالی وايي، چې ظالمان زما د آیتونو نه عالمانه انکار کوي:

 «وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ».[1] (بې له ظالمانو زموږ له آیتونو بل څوک انکار نه کوي).

«وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ».[2]( له سترو غدارنو او ناشکره خلکو نه پرته بل څوک زموږ له آیتونو نه انکار نه کوي).

ختار یعنې غدار، غدار هغه انسان دی چې د خپلو ژمنو پابند نه وي، قاضي په عدالت ژمن دی خو دی په قضاوت کې ظلم کوي غدار دی که څه هم د حدیث او تفسیر ستر او متبحر عالم وي، داکتر په دقیق او عالمانه تشخیص او تجویز ژمن دی که جاهلانه یا مغرضانه درملنه کوي غدار دی که څه هم د نوافلو او دیني شعائرو پابند وي، استاد د خپلو شاګردانو په عقلي، جسمي او روحي متوازنې روزنې ژمن دی که غفلت پکې کوي غدار دی که څه هم د دیني ارزښتونو ژبور ویاند وي، سیاستوال د خلکو د مصلحتونو پر بنسټ د سیاسي اوضاعو په کره تحلیل ژمن دی، که سیاسي اوضاع اجیرانه معکوس انځوروي غدار دی که څه هم سټېج کې د اسلامپالنې د شعارونو اتل وي، د ملي شتمنیو ساتندویان د ملي شتمنیو په ساتنه او پالنه ژمن دي، که چا زره ملي شتمني ( دښتې، مېرې، شاړې، ځنګلونه...) شخصي کړه غدار دی که څه هم د خپلو خواخوږو په واسطه په مقدسو نومونو ونومول شي، پلار او مور له نطفې تر یو ویشت کلنۍ د اولادونو په سمه پالنه ژمن دي که غفلت پکې کوي غداران دي، د هرې څانګې متخصص پخپل تخصص کې د بشري حقونو په کره او کریمانه اداء ژمن دي هر غفلت یې غدر او هر خیانت یې ختر دی، هغه ښکېلې ډلې یا د دعوا دواړه خواوې چې یو بل ته د عفوې ژمنه ورکوي بیا یې ماتوي او یا د ملامتۍ ګوته یوبل ته نیسي غدر ګڼل کېږي.

الختر: «أسوأ الغدر وأقبحه».[3] ( بدترین او کرغېړن غدر ختر وايې).

جوهري وايي: «الختر: الغدر». [4] (ختر غدارۍ ته وايي).

نو معنا دا شوه، چې له غدار او ناشکر څخه پرته زموږ له آیتونو څخه څوک انکار نه کوي.

«وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ».[5] (له دې آیتونو څخه هغه څوک انکار کوي چې پر خلکو تیری او ګناهونه کوي).

د اسلام پلویان د ظلم د تورتم په له منځه وړلو او د عدالت په ځواکمنولو ژمن دي که دوی د ټول عالم په وړاندې د ظلم له منځه وړلو ته کار و زیار ونه کړي، دوی په زمکه کې د الله تعالی په وړاندې ستر ظالمان دي الله تعالی ته دوی هېڅ ارزښت نه لري.

مدرسې، پوهنتونونه، علمي او څېړنیز مرکزونه او د هر فکر او مسلک متخصص دنده لري، چې د ټولنې د ژوندانه په ګڼو اړخونو کې ظالمانه طرحې او نقشې د ظلم غندونکو آیتونو په رڼا کې تر کره او ساحوي کتنې لاندې ونیسي او د زمانې د جابرو واکمنانو ظالمو جریاناتو د کرغېړنو اجراتو انځورونه ټولنې ته جرأتمندانه، عاقلانه او عالمانه وړاندې کړي.

په یوه داسې دردناکه ټولنه کې اوسیږو، چې هم قرآن کریم لولو او زده کوو او هم ظلم او ظالم پالو او تاییدوو، عام خلک چې د ظالمانو ببولالو ته لاسونه پړکوي، یا د زنده باد چېغې ورته کوي او یا ممبروال سیاسي لوټماران او غداران ستايي، ویروس ته ويټامین او زهر ته ګبین وايي فکر کېږي چې په دوی کې قرآن لوستی او د قرآن اوریدونکی نشته؟

مګر ولې د ظلم سیستمونه او کاري ټیمونه د قرآن کریم له لارې زموږ په ټولنه کې نه ځپل کېږي او نه اصلاح کېږي، ډېری ظالمانه جريانات د قرآني آيتونو په استدلال پر موږ تپل کېږي؟ په اسلامي هېوادونو کې ولې عدلي ارګانونه د عدل عملي سمبولونه نشي وړاندې کولای؛ بلکې د ظلم کرغېړن انځورونه دي؟ یا په بل تعبیر، په قرآن لوستې سیمه کې ظالمان ولې ګټیالي او سر لوړي دي؟ علت يې د ټولو هوښیارو خلکو په اند نیمګړي مسلمان ته راجع کېږي، نه قرآن کریم ته، همغه مشهوره وینا ده، چې«اسلام پخپله څه عیب نه لري، که څه عیب دی ؛ نو زموږ په مسلمانۍ کې دی». [6]

دا چې نن ولې د قرآن کریم له لوست سره سره په مسلمان کې د زمکو د غصب او د ملي شتمنیو تروړلو جرأت پیدا شوی؟ ځکه چې مسلمان دا آیت دننه په ضمير کې نه دی هضم کړی او په عقل کې نه دی درک کړی: «وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ».[7] (ځمكه يې د ټولو خلکو لپاره وغوړوله).

متاسفانه زموږ په ټولنه کې ډېر خلک له کور او زمکې څخه داسې بې برخې کړای شوي دي، چې ته وا هغه بېچاره او مظلوم خلک چې په غصب کې لاس نه لري په"أَنَامِ"کې نه راځي که دا آيت مسلمانانو په تطیبیقي بڼه درک کړى واى، په هېڅ اسلامي هېواد کې هېڅ انسان بې کوره، بې خوراکه او بې څښاکه نه واى.



[1]. العنكبوت: ۴۹.

[2]. لقمان: ۳۲.

[3]. القنوجي ، أبو الطيب محمد صديق خان بن حسن بن علي ابن لطف الله الحسيني البخاري القِنَّوجي فتح البيان في مقاصد القرآن ، ج10 ، ص 301.

[4]. القنوجي ، أبو الطيب محمد صديق خان بن حسن بن علي ابن لطف الله الحسيني البخاري القِنَّوجي فتح البيان في مقاصد القرآن ، ج10 ، ص 301.

[5]. المطففین: ۱۲.

[6]. مشهوره او حکیمانه وینا ده.

[7]. الرحمن: ۱۰.


No comments:

Post a Comment