لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ظلم يو څو بېلګې
انسان چې ستونزو کې
ښکېل دی اساسی لامل يې دادی چې درواغ ويلی شي، ښه، بد او بد، ښه ظلم، عدل او عدل،
ظلم، فساد، اصلاح او اصلاح فساد انځورولای او ولسونه پری تېر ايستلای شي، قرآن په
همدې خاطر د ظالمانو ځانګړتياوې بيان کړي چې ولسونه د ژبورو او خولورو قيادتونو په
لومه کې ښکېل شي. ظلم ته عدل، عدل ته ظلم، ظالم ته عادل او عادل ته ظالم ونه وايي.
چې يو څو يې يادوو:
۱.
ستر شخصتونه کډوالۍ ته
اړ ایستل
د سترو ټولنيزو هستیو او پوهانو مهاجر او بې کوره کول.
له ټولنې څخه د هوښیارو او دردمنو شخصیتونو ایستل، د احمقانه
قوانینو منلو ته په لوی لاس د ولس اړايستل دی لاندې ايت په دقت ولولئ!:
«وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ
لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى
إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ».[1]
(په پاى كې منكرانو خپلو پېغمبرانو ته وويل: چې
' يا به تاسې بېرته زموږ دين ته راننوځئ، كه نه نو موږ به تاسې له خپل هېواده وباسو' په دې وخت كې د هغو رب هغو ته وحې ولېږله چې'
ظالمان هلاكوو).
وينو چې مظلوم قوم د
ظالمو مشرانو په ملاتړ عدل او عدالت څپي د پېغمبرانو نجات بښونکو خبرونه تښتي.
طبقاتي نظام چې یو پکې له لوږې او بل له مړښته
مري، الله تعالی د طبقاتي نظام په اړه
فرمايي: «وَكَمْ
أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ
تُسْكَنْ مِنْ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ (٥٨)
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا
يَتْلُو عَلَيْهِمْ اٰيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا
وَأَهْلُهَا ظالمونَ(٥٩)».[3]
(او څومره ډېر كلي مو تباه كړي دي، چې خلك يې
پخپل ژوند كې مغرور او نا انډوله شوي وو. نو ګورئ هغه د هغو لوېدلې مېنې دي چې له
هغو وروسته پكې ډېر كم وخت څوك اوسېدلي دي، په پاى كې همدا موږ وارثان شو او ستا
رب تر هغې د كليو هلاكوونكى نه و، چې ترڅو به يې د هغو مركزته يو پېغمبر نه و
لېږلى، چې هغو ته زموږ آيتونه وانه وروي. تر هغه موږ کلي نه هلاكوو چې اوسېدونكي يې ظالمان شوي نه وي).
متأسفانه موږ هغه
ټولنې او هېوادونه هم اسلامی ګټو چې پکې له نيستې مري او بل په نيستې کې مست وي.
[1]. إبراهيم: 13.
[2]. طبقاتي ظلم ټول ډولونه
پکې شامل دي د اسماني دینونو بنسټی دنده د طبقاتي مادي او معنوي ظلمونو مخنیوی دی.
[3]. القصص: 58-59.

No comments:
Post a Comment