لیکوال:محمدناصرحلیمي
د قرآن عامېدنه او د ظلم ورکېدنه
کله هم چې
قرآني لارښوونې د اکسجن غوندې په ټولنه کې عامې او ارزښتناکې شي، د ظلم تکتیکونه مات او بې اغېزې شي، ظالم
په ټولنه کې غندلى او بې ملاتړه شي، د خلکو له خوا د ستاينې پر ځای له رټنې سره مخ
شي، خپله یا له ظلم څخه لاس اخلي یا هغې ظالم پالې ټولنې ته ورځي، چې په ولسونو کې
د ذلت کچه لوړه او د ده رنځور ضمير او د اندېښمنو اندونو لپاره لاس پړکوونکي ليکوال او ممبروال موجود وي.
په عامو
خلکو کې د مهربانۍ، عزت او کرامت احساس هله راژوندی
کېږي، چې عالم د ظالم په ملاتړ شرمېږي او په ضمير کې يې د ظلم اوظالم پر
ضد د مقاومت عزم او د رټلو اراده پیاوړې کېږي.
قرآنپوه په ظالم کې د بل چا د مال خوړلو، شتمنۍ لوټلو، تروړنې، د
خلکو د استعمار او استثمار روحیه او جرأت له منځه وړي همدا لامل دی، چې ظالمان د
قرآني علم خپرېدل د ځان په زیان ګڼي.
قرآن د ظلم او ظالم حیثیت
له زیان سره مخ کوي، چېرته چې قرآن کریم حاکم
شي یا به ظالم له ظلمه توبه باسي یا به په ټولنه کې د یو بې ارزښته انسان په توګه
دقانون په منګولو کې په زندان کې ژوند
تېروي،
قرآن
ظالم د مال له زيان سره مخ کوي، د پردي مال خوړلو، لوټلو او یرغمل کولو اراده پکې
ځپي او مخې ته يې قانوني خنډونه دروي د ملي شتمنیو د لوټلو او د خلکو د زبېښاک
روحیه پکې ځپي په حقیقت کې قرآن کریم رحمة للعلمين دی ؛ خو ظالم کينه ګر، تېريګراو
کبرجن وي، د ظالم انساني ذوق رنځور دی، پخپله ګټه کې خپل تاوان ګوري او تاوان ګټه
ګڼي، قرآن د عامو وګړو لپاره رحمت او د ظلم د ټولو ډولونو د له منځه وړو لپاره
عملي خوځښت او پايله وال سيستم لري ظالمانه سیستمونه له منځه وړي او پرځاى يې د
عادلانه سیستمونو ريښې او طرحې مضبوطوي قرآن کریم ظلم، ظالم، د ظلم عوامل او د دوی درد
ناکه پاى تر ۳۰۰ځلو زیات غندلي او رټلي دي.

No comments:
Post a Comment