له ظالمه د عالم ډار!


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

له ظالمه د عالم ډار!

د قرآني ټولنې يو ځانګړتيا دا ده چې ظالم پکې د ډار شپې او ورځې تېروي، علماء ژمن دي، چې د ظلم او ظالم د له منځه وړلو لپاره خپل ټول جسماني، رواني او عقلي ځواکونه پکار اچوي، چې د ظلم ټول تورتمونه او سیستمونه له منځه لاړ شي، د حق پلوشې خورې او د عدالت رڼاګانې واکمنې شي. يا د حق سستمونه فعال او د عدالت اصول ځواکمن شي. دیني علماء د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د حق، حقيقت، عدل او علم د لمرونو په را خېژولو ژمن دي، چې ټولنه د جهل او ظلم له تيارو وژغوري، که څه هم قرآن کریم چې ظالمانو ته کومې لارښوونې کړي او یا يې خلک د دوی پر خلاف کومو کړنو ته هڅولي، د دوی په ګټه دي خو دوی د ټولنې د زیانمونولو له لارې دنیوي او مؤقته ګټه غواړي او قرآن کریم ورته دنيوي، اخروي، همېشنۍ او عزتمنه ګټه غواړي، ظالم د ټولنې د ځپنې له لارې خپل ځان لپاره ګټه غواړي ؛ خو خپل عقلونه او روحونه زیانمنوي او قرآن د ټولو اړخونو ګټه په متوازنه توګه غواړي که دوی د اجتماعي ګټو د خوندي کېدا له لارې فردي ګټې غوښتې وای. قرآن کریم د دوی په ګټه و ظالمان د قرآني اصولو تطبیق د ځان په زیان ګڼي، ځکه قرآن کریم د اجتماعي ګټو د خوندينې له لارې فردي ګټې خوندي کوي او د فردي ګټو د تر لاسي په موخه ټولنيزې ګټې پالي، د مادي ګټو ترڅنګ د معنوي ګټو د ترلاسولو امر ورته کوي او د دواړو توازن غواړي.

ظالمان ټولنه له فقر او بېوزلۍ سره مخ کوي، کمزوري سوداګر له ګواښ سره مخ کوي او ځان شتمنوي، د اجتماعي ګټو د له منځه وړو له لارې شخصي او فردي ګټې پالي او تقويه کوي، همدا لامل دی، چې پیسې ډېرولای شي، درنښت، ډاډ او پرمختيا نشي ترلاسولای او په انساني او اسلامي ټولنو کې څوک ورته درناوی نه کوي قرآن د ټولنيز تعادل د پیاوړتیا له مخه افراد داسې شتمنوي چې پرمختللی، ډاډمن او پتمن ژوند وکړي.


No comments:

Post a Comment