ظلمپال قوم ناپاکه قوم


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

ظلمپال قوم ناپاکه قوم

کله چې مو وليدل چې یو قوم يا يو تن له ظالم سره د مظلومانو پر خلاف دریږي، په دې پوه شه چې دا قوم چټل قوم او خلک دي، پاک الله داسې چټل قوم ته ارزښت نه ورکوي، بې نظمي، فقر، ګډوډي او بېوسي پکې ورځ تر بلې ورباندې زیاتوي، هغه ظلمونه چې چارواکي پر ملت، ډاکټريې پر رنځور، قاضي يې په فيصله کې کوي، استاد او معلم یې پر محصل او زده کوونکي کوي، مور و پلار یې پر بچیانو کوي، خاوند و مېرمن یې یو پر بل کوي، هومره دا قوم چټل دی څومره چې ظلم پکې مدافع او مظلوم پکې ځپونکي لري هومره چټل قوم دی، د رسول اکرم لاندې حدیث ته ځیر شئ!

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ جَاءَ أَعْرَابِىٌّ إِلَى النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- يَتَقَاضَاهُ دَيْنًا كَانَ عَلَيْهِ فَاشْتَدَّ عَلَيْهِ حَتَّى قَالَ لَهُ أُحَرِّجُ عَلَيْكَ إِلاَّ قَضَيْتَنِى. فَانْتَهَرَهُ أَصْحَابُهُ وَقَالُوا وَيْحَكَ تَدْرِى مَنْ تُكَلِّمُ قَالَ إِنِّى أَطْلُبُ حَقِّى. فَقَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- «هَلاَّ مَعَ صَاحِبِ الْحَقِّ كُنْتُمْ ». ثُمَّ أَرْسَلَ إِلَى خَوْلَةَ بِنْتِ قَيْسٍ فَقَالَ لَهَا «إِنْ كَانَ عِنْدَكِ تَمْرٌ فَأَقْرِضِينَا حَتَّى يَأْتِيَنَا تَمْرٌ فَنَقْضِيَكِ ». فَقَالَتْ نَعَمْ بِأَبِى أَنْتَ يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ فَأَقْرَضَتْهُ فَقَضَى الأَعْرَابِىَّ وَأَطْعَمَهُ فَقَالَ أَوْفَيْتَ أَوْفَى اللَّهُ لَكَ. فَقَالَ «أُولَئِكَ خِيَارُ النَّاسِ إِنَّهُ لاَ قُدِّسَتْ أُمَّةٌ لاَ يَأْخُذُ الضَّعِيفُ فِيهَا حَقَّهُ غَيْرَ مُتَعْتَعٍ».[1]

له ابى سَعِيد الْخُدْرِى نه روایت دی چې یو أَعْرَابِى پېغمبر -صلى الله عليه وسلم- پسې راغی خپل قرض یې په ستغه بڼه وغوښت ان تردې چې ورته وویل: چې پور مې پرې نکړې نه دې پرېږدم.

صحابه وو وراټه او ورته وویل: چا سره غږېږې؟

اعرابي وویل: خپل حق غواړم.

 پېغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم صحابه وو ته وویل: «کاش چې د حق سره درېدلي وای».

بيا يې خَوْلَةَ بِنْتِ قَيْس پسې یو کس واستاوه او ورته وویل: «که خرما لرې موږ ته یې قرض راکړه، چې کله مو خرما راوړل شوه پور دې اداء کوو».

هغې وویل: مور و پلار مې درځار شه يَا رَسُولَ اللَّه. هغې ورته قرض ورکړ، رسول الله د اعرابي قرض اداء او خواړه یې ورته ورکړ، اعرابي ورته وویل: قرض دې اداء کړه الله دې قرضونه خلاص کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «داسې خلک چې خپل حق غواړي، دا غوره خلک دي، هغه چټل خلک دي چې کمزورو خلکو ته د هغوی حقونه د هغو له کړولو پرته نه ورکول کېږي».

په لکونو بې کوره افغانان غاصبانو ته په خړو سترګو ګوري، ښکرور غاصب، د فاسد قاضي په ملاتړ او لارښوونه جعلي اسنادو ته قانوني رنګ ورکوي، د قانوني پړاوونو په نامه ناقانونې لارې خپلوي نتیجه یې دا شي چې زرګونه خلک بې کوره او یو غاصب قاروني شتمن شي، پېغمبر وايي دا قوم تقدس نلري دا یو چټل قوم دی، پېغمبر جرات سپېڅلتیا او ډار چټلي ګڼي، دا سړی د خبرو په ادابو نه پوهیږي او په حق غوښتنه پوهېږي د الله تعالی پېغمبر وايي دا تر ټولو خلکو غوره قوم دی.

د بدلو درملو واردوونکي ښايي تر سلو زیات نه وي خو دېرش میلیونه ملت جینګې داړې نیولې خپل اولادونه پخپل لاس د درمل پلورو قصابانو په نا ژمن تعامل ګورستان ته بيايي؛ خو د دې شرمخانو پر وړاندې مېړانه نه لري داسې قوم ته پېغمبر ناسپېڅلی قوم وايي. یو تن ګوري چې د ملت په مال میلیونر شوی بیا هم د رټلو پرځای د خلکو له لوري نازول کېږي.. او ببولالو ته يې لاسونه پړقيږي.

ګورو چې صحابي په ډېره ترخه لهجه خپل حق له ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم نه غواړي، پېغمبر په هغه کې د حقپالنې روحیه نه ځپي، د هغه ستاینه کوي او وايي چې حق غوښتونکي تر ټولو خلکو غوره خلک دي، متاسفانه د نوي نسل په روزنه کې مو دومره ستر جنایت وکړ، چې ځوانان مو ښې لیکنې، خوږه ویناوالي، په زړه پورې بوللې ویلای شي؛ خو خپل مشر ته حقه خبره نشي کولای، په دې اړه مو ښوونیز او روزنیز نصاب ستر او عزتمن تغیر ته اړتیا لري.



[1]. ابن ماجة ، أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني ، سنن ابن ماجه ، ج 7 ، ص 372.


No comments:

Post a Comment