لیکوال:محمدناصرحیلمي
دوه ويشتم فصل:اوولسم صفت (ولا یزید الظالمین الا خسارا)
قرآن ظالم
زیانمنوونکی کتاب دی، د ظالمانو او ظالمانه کړنو اعتبار پوښتنې لاندې راوستي، د
ظالمانو پر ضد په انسان کې عدلپاله روحیه پالي. الله تعالی فرمايي: «وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ
شِفَآءٌ وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَ لَا يَزِيْدُ الظّٰلِمِيْنَ اِلَّا
خَسَارًا».[1]
(موږ د دې
قرآن کریم نازلولو په لړ كې هغه څه نازلوو، چې د عملي منونكو لپاره شفا او رحمت دى
؛ مګر د ظالمانو لپاره له زيانه پرته بل څه نه زياتوي).
هغه ايمان
بشریت ته د نجات كښتۍ ده چې ظلم ورسره مل نه کړي، د ظلم او ظالم تر شا ولاړ، د
ایمان د دعوې کاذب مدعی دی، الله تعالی په څرګندو ټکو داسې وايي: «الَّذِينَ امَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا
إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ».[2] ( قرآن ظالمان او تېریګر ډېر کمزوري، زيانمن
او بې ارزښته معرفي کوي).
قرآن وګړو
او ټولنو ته جرأت ورکوي، چې د ظلم لاملونه له منځه يوسي، د ظالم مخې ته ودرېږي او
د مظلوم ملاتړ وکړي.

No comments:
Post a Comment