لیکوال:محمدناصرحلیمي
۶.
تمبلي او قرآن
که قرآنپوه غواړي قرآنپال شي بايد د بشري
سرچینو د روزنې اتل وي، استراحت طلبه، پر ځان هوساينه مين اولټ نه وي. رسول اللهﷺارام غواړى نه و. استراحت
طلبه خلکو تل خپل ارمانونه د غلیم د اسونو تر پښو لاندې پایمال کړي دي.
تاریخونو لیکلي دي چې د مکې مکرمې ښار ګوټی د بعثت پر مهال بشري
پرګنۍ په هوسونو او ګناهونو کې ډوب او د نفسي ناروا غوښتنو مریان وو.
محمد (ص) د الله (ج)
بنده و:
لاندې آيتونه بنده ګۍ مقام ته پر
تړاو دقت غواړي: «وَإِنْ
كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ
مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَآءَكُمْ مِنْ دُونِ الله إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ».[1]
(اوكه
تاسې زموږ پر بنده له نازل کړي (کتاب) نه په شک کې ياست ؛ نود هغه غوندې صرف
يوسورت راوړئ اوبې له الله تعالی خپل (ټول) مرستيالان راوبلئ كه رشتیا هم پخپله
خبره كې ريښتيني ياست).
الله تعالی خپل بنده د برکاتو ساحی ته بيايي
«سُبْحَانَ
الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى
الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ اٰيَاتِنَا
إِنَّه هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ».[2]
(پاک دى هغه ذات چې د شپې خپل بنده له مسجد حرام نه
تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوته د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې
نښانې پرې وګورو. په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دی).
الله تعالی خپل بنده د برياوو لار سازي کوي پېچلې لارې ورته
سيده کوي پايچومی ورته هواروي.
«الْحَمْدُ
لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا
(١) قَيِّمًا لِيُنْذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِنْ لَدُنْهُ وَيُبَشِّرَ
الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ اجرا حَسَنًا
(٢) مَاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا (٣) وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ الله
وَلَدًا (۴) ».[3]
(ثنا او
ستاينه هغه الله تعالی ته ده، چې پر خپل بنده يې دغه كتاب نازل كړ او په هېڅ کږلېچ
يې پکې پرې نښود د دې لپاره محکم دی، چې له خپل عذابه خلک وډاروي او هغو مؤمنانو
ته چې نېک عملونه کوي زېری ورکړي، چې دوی ته غوره بدله يې په برخه شي او همېشه پکې
وي او هغوی وډار وي چې وايي: الله تعالی ځانته زوی نیولی).
لاندې
آيتونه وايي، چې قرآن ځکه پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شو، چې د الله تعالی
بنده و الله تعالی خپل بنده
نړۍ او نړېوالو ته هدايت او رحمت ګرځوي: «تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى
عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا».[4]
(ډېر
بركتناك دى هغه ذات چې پرخپل بنده يې دغه فرقان نازل كړ، چې د نړېوالو وېروونكى وي).
د الله پر واقعی بنده ګانو تیارې لارې رنيږي او تورتمونه
په سباوون بدليږي.
«هُوَ
الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَى عَبْدِهِ اٰيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ
الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَإِنَّ الله بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ».[5]
(الله همغه ذات دى چې پرخپل بنده څرګند روښانه آيتونه
نازلوي چې له تيارونه مو رڼا ته راوباسي او حقيقت دا دى چې الله
تعالی تاسې پر ډېر خواخوږى او لوروونکی دى).
الله تعالی خپل پيغمبر ته وحی کوي
او عام انسانان چې د بندګۍ مقام ته ورسيږي الهام او توفیق ورته ورکوي.
«فَأَوْحَى
إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى».[6] (هله نو د الله تعالی بنده ته يې وحې ورسوله، هغه
وحې چې هغه ته رسېدونكې وه).
اوس هم قرآن کریم داسې شخصیتونو ته اړتیا لري، چې د نفس، هوس،
شهوت، شهرت، قوم او ژبې مریی نه وي. دا چې قرآن پال ولس ولې په نړېوال کچ د نورو
هېوادونو تر استعمار لاندې پېړۍ په ذلت کې تېرې کړې، یو علت یې دا دی
چې قرآن کریم استادي
د داسې کسانو لاس ته هم
ورځي چې پخپله د نفس، شهوت او شهرت مريی دی.
هغه چې د جنسي غريزې
مړښت او سړښت تر نورو ارزښتونو ارزښتناک بريښي د هوس مرتی دی، که سياسی واک
ورسپارل شي ارګ ته بلقيس پرځای هوسپالې او
نخره بازې ښځې نفوذ کوي.
هغه چې د سيستم پرځی خلک پرځان راټولوي د شهرت مرئ دی که
واک ور وسپارل شي ځوانې وړتياوې د اشخاصو په رو او تائيد کې بوختوي.
هغه چې قوم او ژبې ته تعصب کوي، خپل قوم او ژبې ته
دښمنان پيدا کوي د قوم او ژبې مرئی دی، که واک ته ورسيده ځوانې وړتياوې به قومي او
ژبنې تعصب کې راښکېلوي او خپي.

No comments:
Post a Comment