لیکوال:محمدناصرحلیمي
۵.
د قوم مریى او قرآن کریم
قرآنپوه که غواړي قرآن پال شي، باید د قوم مریی
نه وي، د خلکو وړتياوې په قومي تربګنۍ ضايع نکړي، قومونه تل د دودپالنې په رنځ
رنځور وي، پر دودونو باندې نیوکه یو نابښلی جرم ګڼي، که څه هم بشري حقوق پرې تلف
شي، پر قومي احساساتو د خلکو روزل او پالل د قوم د سقوط اساسي لامل ځکه دى، چې په
نوي نسل کې کاذب غرور او د پرمختګ کاذب شعارونه برلاسي او د پرمختګ لارې چارې ډب او ځنډنی کېږي.
په افغانستان کي کوکنار کرل قومي دود و، درې
میليونه افغانان په پوډرو او اپیونو اخته شول، د حرمت په اړه يې څوک له چا سره
شرعي دليل نه مني، د لوڼو خرڅول، په کور کې د پېغلو زړول، په بدو او سوره([1]) کې د خور و لور ورکول، د شریعت له لوري نابښلي
جرمونه خو د قوم لخوا منل شوي دودونه دي.
د ماشوم او ښځی وهل هم یو ناوړه دود دی. قرآن
پال چې د قوم مریی شو، قوم یې دې ته اړ کوي چې ناروا چارو ته شرعي دلایل تحريف او تاویل کړي، خو د شريعت حامل او راوړونکي محمد ﷺ ان له کوچنیوالي د قوم مریی نه و، له وېرې او ډار پرته
یې د قوم پر ناروا چارو د بطلان کرښه را کش کړه.
[1]. سوره: په بدو کې يوه
ورکول کېږي او ورسره بله چې ورکړل شي ، سوره ورته وايي يا د دښمنۍ د هواري لپاره
خور و لور ورکولو ته وايي.

No comments:
Post a Comment