لیکوال:محمدناصرحلیمي
۴.
د خېټې پر
بنده
د خېټې
مریی نه و، د خېټې مریان تل خپل ولسونه له یوې مړۍ ډوډۍ څخه ځاروي او د لارې ملګري
د بلا خولې ته ورکوي، په جرګه او مرکه[1] کې ستر ستر ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. کله هم داسې شي چې د
یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یو انسان د بلا خولې ته ورکوي، د خېټې مریان خپل وخت او وړتیا د
معدې له شخونده ځاروي.
د ولسونو د
تباهۍ او زوال یو لامل د خېټې مرییتوب دی. بني اسراییلو وویل: «وَإِذْ قُلْتُمْ
يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ».[2] (بني اسراییلو هغه وخت ياد كړئ! چې ومو ويل: موږ
په یو ډول خوړو صبر نه کوو).
د حکیمانو دا خبره پرځای ده چې بدمرغه انسان
هغه دی، چې زړه يې څه غواړي هغه خوري. څومره چې
معده ستومانه وي هومره دماغ کار نه کوي او څومره چې معده ارامه وي، هومره دماغ
فعالیت، کار او زیار ته چمتو وي. زموږ په ټولنه کې داسې سپک منصبوال شته چې د یوې خېټې
ډوډۍ لپاره د خلکو کارونه ځنډوي او یا د یوې خېتې ډوډۍ لپاره نا قانونه کارونه کوي،
داسې جرګه ماران هم شته چې په یوه ډوډۍ پر ناحقو فیصلو خپل اخرت خرابوي.
[1]. جرګه د شخړو حل او مرکه د نجونو ورکړې لپاره د هلک لخوا د جلۍ
کورنۍ ته استول کېږي.
[2]. البقرة: 61.

No comments:
Post a Comment