۳. مال پال او قرآن


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۳.              مال پال او قرآن

قرآن کریم انسانان له حلالو لارو څخه پراخه مالي لاسته راوړنې ته هڅوي، چې خپل فردي او ټولنیزې ستونزې پرې حل او د پراختیا لارې چارې ورته ولټوي، ارزښتونه پرې وپالي، عدالت پرې پلي کړي، خو د مال بنده ګي به نه کوي.

قرآن پال باید د مال مريى نه وي، په تاریخ کې ډېرو رهبرانو له پیسو سره د مینې لپاره خپل ديني او ملي ارمانونه ډېر ارزانه او په نه بیه خرڅ کړي دي، دوی چې کله هم د ټولنې رهبرۍ ته وړاندې کېږي، د بطلان کرښه پرې بايد لومړی د علماوو له خوا راښکل شي.

امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله تعالی له ورسره علم سره سره وهل کېږي او ځپل کېږي لامل يې همدا وو چې له مال پالو او هوسپالو او واکمنانو سره يې د دين او دولت د مشرۍ بیعت نه کاوه.

قرآنپوه باید د ثروت مریی نه وي، ځکه ټنګه سری سړی تل خپل حیثیت، د ملت پېژند او ویاړونه ارزانه پلوري. همدا لامل دی چې کریم پېغمبر دوی پسې ښیراوې کوي.

«عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رسول الله ﷺ: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ، وَالدِّرْهَمِ، وَالقَطِيفَةِ، وَالخَمِيصَةِ، إِنْ أُعْطِيَ رَضِيَ، وَإِنْ لَمْ يُعْطَ لَمْ يَرْضَ تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ».[1]

(له ابي هريره نه روايت دی، چې رسول اللهﷺفرمايي: د سرو، سپینو، جامو او لباسونو بنده دې تباه شي، که ورته ورکړ شو خوښ وي او کنه خپه وي).

یعنې د یوه کار تایید او رد لپاره خپلې شخصي ګټې وټې په نظر کې نیسي، که څه ردوي یا یې تاییدوي اجتماعي ګټې ورته معیار نه ګرځوي. په دې حدیث کې د خپلو شخصي ګټو هغه لېوني غندل شوي چې شخصي ګټې تر اجتماعي هغو غوره ګڼي.

اوس که د دیني علومو روزنه په همدې بڼه وشي، لومړی د مرییتوب رنځونه د شاګرد له ضمیر او وجدان څخه پاک او نېکو اعمالو د ترسرولو وړتیا پکې وروزل شي او بيا ورته د قرآن کریم د زده کړې لار هواره شي، لرې نه ده، چې نړۍ او نړېوال د قرآن کریم د عالمانو له لارې له نړېوال ناروین، سیمه ییز او کورني کړکېچ او د وینې خورو له منګولو وژغورل شي.



[1]. بخاري ، جعفي محمد بن اسمعيل، (الجامع الصحيح) ، صحيح البخاري ، ج ۴ ص ۳۴. د حدیث نمبر: 2886.


No comments:

Post a Comment