۲. شهرت پال او قرآن


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

۲.             شهرت پال او قرآن

قرآنپوه که غواړي قرآن پال شي، بايد شهرتپال او د شهرت ليونى نه وي، د شهرت لېونيانو تل د خپل شهرت لپاره خپل ولس، ارمانونه او موخې یې تر خاورو لاندې کړي دي، باید د شهرت پر غلام ټولنیز اعتبار او سياسي اتکاء ونشي، د شهرت مریانو په علمي او سیاسي ډګر کې د خپل ولس استعدادونه په فرعي او سطحي موضوع ګانو کې داسې بوخت کړل، چې مسلمان ولس يې په مختلفو نومونو سره بېل کړ، یو یې پر بل وځاپه، وواژه او وپرځاوه او تر مرګه ترې الله تعالی د توبې توفیق واخیسته او توبه يې ونه ایستله، پخپل ګومان د شاګردانو او پلویانو په ګمان جنتي دی الله تعالی پوهېږي چې وضع به يې له هغه الله تعالی سره څه وي.

د شهرت پر مریي یې نازل نه کړ، د شهرت د مریانو هدف یواځې ځان مشهورول وي، په دې پسې نه ګرځي چې هلې ځلې، دنیوي او اخروي نتیجه ورکوي کنه، دنیا او عقبی ته يې خیر رسېږي کنه، د شهرت بنده ګان د خير مخې ته د دې لپاره خنډ کېږي چې شهرت، شخصیت او کړنې یې ونه پوښتل شي.

الله تعالى علماء د انساني صفونو د توحید، پرمختیا او سپېڅلتیا لپاره ژمن کړي دي. هر عالم او رهبر چې د مسلمانانو ليکې او ولسونه د خپل شخصيت پر محور راڅرخوي د شهرت لېونى دى.


No comments:

Post a Comment