لیکوال:محمدناصرحلیمي
۱.
هوسپال او قرآن
که قرآنپوه
غواړي قرآنپال شي، بايد د شهوت غريزه پرې ځواکمنه نه وي.
د شهوت پر
بنده یې قرآن کریم نازل نه کړ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په ۲۵ کلنۍ کې واده
وکړ، د مکې مکرمې په چاپیریال کې اوسېده، خو د سترګو د رپ هومره خاینانه نظر یې
کومې نامحرمې ښځې او نجلۍ ته نه دی کړی.
له هغې
څلویښت کلنې ښځې سره یې نکاح وکړه چې د غښتلي عقل خاونده او د رسول الله صلی الله
علیه وسلم لپاره یوه مدبره سلاکاره ښځه وه.
د شهوت په
مريي يې نازل نه کړ، ځکه د شهوت مریان بې همته وي، د دین دروند پیټی نشي وړای، د
کور مشر او مشره چې شهوتپال وي، د اولادونو روزنه یې ناسمه او ویجاړوونکې وي، د
کلي مشر چې شهوتپال وي د کلي د ځوانانو ژوند تباه دی، د هېواد مشران چې د شهوت په
لومه کې ښکېل وي ولسونه يې باېللي، محکوم او لاس لاندې، نېستمن او پمن وي.
انسان د
دوو متضادو قوتونو ټولګه ده، چې یو
عقلي قوت او بل شهواني قوت، څومره چې د انسان شهواني قوت پیاوړی وي هومره یې عقلي
قوت کمزوری وي، څومره چې شهوت زیات یا بې ځایه کارول کېږي، هومره یې عقلي قوتونه کمزوري کېږي. زما خپله تجربه ده چې
پر شهوتپالو انسانانو په اداري چارو کې هېڅ ډول
اعتماد ونشي. دوی خپلو هوسونو د خړوبولو لپاره سترې موخې او سترې لاسته راوړنې له لاسه
ورکوي.
«فَخَلَفَ
مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ
يَلْقَوْنَ غَيًّا (٥٩) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ
يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا (٦٠)».[1]
(بيا له
هغو وروسته هغو ناكاره خلكو د هغو ځاى ونیوه چې لمونځ يې ضايع كړ او د نفس د
غوښتنو لار يې ونیوه، نو نژدې ده چې هغوى له بېلارۍ سره مخامخ
شي).
«شکل بن
حمید وايي: نبِي ﷺ ته راغلم او ومې ویل: الله تعالی ته د پناه وړلو طریقه راته
وښایه! راته وویل:"ووایه: اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ
شَرِّ سَمْعِي وَبَصَرِي وَلِسَانِي وَمَنِّي».[2]
(الهي! د
خپلو غوږونو، سترګو، ژبې او مني له شره پناه در وړم).
نن چې څومره هېوادونه ځورېږي يو لامل يې دادی چې واکمنان
يې ځانونه د خپلو ولسونو خدایان ګڼي همدا لامل دی چې دوی له شورا او فتوی ځانونه
پورته ګڼي.
هوسپاله
مور پلار د اولاد په روزنه کې، هوسپاله مېرمن په خاوندپالنه کې، هوسپاله خاوند په
مېرمن پالنه کې، هوسپاله ملت په حکومت پالنه کې او هوسپاله واکمن په ملت پالنه، هوسپاله
مدیر په سمبالنه او هوسپاله رهبر په رهبرۍ کې ناکام او خپلو سیالانو ته سر کوزي
دي.
عمر بن خطاب رضي الله عنه خپل مامورین له شهوت پاروونکو
خوراکونو منع کړ. د هر ولس د وروسته پاتې والي ستر لامل د هوسپالو واکمنانو واکمني
ده، د هر حکومت د نسکورېدا لامل هوسپاله واکمنان دي.
د قرآن کریم داعي بايد له معنوي پلوه د شهوت له غلامۍ نه
ځان آزاد کړي ؛ بیا دې د قرآن کریم د خدمت تکل وکړي هغه خلک چې قرآن کریم زده کوي
او له دې لارې غواړي خدمت وکړي، باید د شهوت څپه پرې غالبه نه وي، د شهوت مريان تل
خپل شخصیتونه پلوري شهوتپالي سپک خلک دي، د قرآن کریم د درانده بار د وړلو وس نه
لري او ټولنه هم باید دا خلک وپېژني او اعتماد پرې ونه کړي په انسان کې چې د
شهوتپالنې روحیه څومره ځواکمنه وي ؛ هغومره د اجتماعي چارو په مشرۍ کې بې اعتباره
وي، ځکه شهوتپال پوهان خپل ولس، مادي او معنوي پانګې، حیثیت او انساني پت بې
ارزښته ګڼي.
پر یوسف
علیه السلام الله تعالی فخر کوي، چې د هوس په دام کې ښکېل نه شو او منصب يې د شخصي
انتقام او شخصي لوټمارۍ لپاره ونه کاراوه ؛ بلکې د ملت د مادي او معنوي پانګې
عالمانه ساتنه او د خلکو لپاره عادلانه وېش يې وکړ، دا چې قرآن کریم قوي عقل او پیاوړی عصبي سیستم غواړي، اوسنیو
څېړنو ښودلې چې د شهواني خلکو دماغ واړه او بې نظمه وي.
[1]. مريم: ۵۹-۶۰.
[2]. ابن أبي شيبة ، أبو بكر عبد الله بن محمد ، المحقق: عادل بن يوسف
العزازي و أحمد بن فريد المزيدي ، مسند ابن أبي شيبة ، ج 2 ، ص 79.

No comments:
Post a Comment