لیکوال:محمدناصرحلیمي
زموږ اساسي ستونزه
د قرآن
کريم د تدريس له بهير سره له دې چې د کميت له پلوه ډېر زيات دى، بيا هم مطلوبه
نتيجه تر لاسه نه شوه لامل يې دا دى چې زموږ تدريسي بهير تر ډېره حده
ښوونيز دى او د روزنې کچه پکې تته او بد خونده ده.
قرآني
اوامر او نواهي بايد په عملي بڼه ښوونيز او روزنيز وړاندې شي له قرآني اوامرو او
نواهيو څخه يو لړليک جوړ شي او هر انسان په هر دريځ کې چې دى بايد ځان هره ورځ په
قرآن عظيم الشان کې وويني خپلې ژمنې، خبرې، اسرې، هيلې د قرآن په کنډه وتلي خپلې
ذهني تشې ډکې او وده وکړي او دا هله کېږي چې د قرآن د تطبيق لپاره د يو جامع هر
اړخيز او پايلوال تدريس لپاره ګڼ تخصصه تشکيل رامنځته کړو او په احاديثو کې د عمل
ثواب داسې انځور شوى دى: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ».[1] (چا چې چا ته د خير لارښوونه وکړه د کوونکي
هومره اجر ورکول کېږي).
په (فاعله)
کې دقت وکړئ.

No comments:
Post a Comment