شپاړسم فصل:یولسم صفت(فصل)


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

شپاړسم فصل:یولسم صفت(فصل)

قرآن فصل دی، هزل نه دی يعنې ټوکې او بې مفهومه خبرې نه دي. په قرآن کریم کې ټوکې، ټکالې او اضافه خبرې په کې نشته هره کلمه، جمله او عبارت يې انسان د ژوندانه له ارزښتناکو چارو، درنو ويناو اوګټورو  موخو سره په تطبيقي بڼه د ښوونې او روزنې پر بنسټ تړي الله تعالی وايي: «إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ (١٣) وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ (١٤) إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا (١٥) وَأَكِيدُ كَيْدًا (١٦) فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا».[1]

(دا يوه غوڅه، كلكه او د پرېکړې خبره ده او څه ټوكه يا مسخره نه ده، دا خلک سختې دسيسې جوړوي او زه به هم يو پوخ تدبير كوم، نو پرېږده اي پېغمبره! دا كافران څه لږ غوندې پر خپل حال پرېږده).

داسې خبرې هم نه لري چې د انسان عواطف ولوبوي، یا يې په دروغجنو ویناوو ژوندانه له د واقعیتونو، د طبيعيت د او حقایقو د هېرولو په موخه وتخنوي، یا يې وخندوي. داسې خبرې هم نه لري چې پام يې له ښوونيزو او روزنيزو حقائقو څخه واړوي، بېهوده رنګینو خبرو ته یې ولمسوي. بلکې انساني عقل او روح د بدو کړنو خطر او ضرر ته ځیروي او د هرې وینا او کړنې درنښت او عزت ته يې متوجه کوي. د چلونو، تېرايستنو او درغليو د ختمولو لپاره يې چمتو کوي او د ټولنیزو چارو د پرمخ وړلو لپاره ورته ګټوره لارښوونه او ژمن احساس وربښي.

فصل هغه وروستۍ خبره او ناماتې پرېکړه چې د شخړې ټولو خواوو او د جنجال ټولو اړخونو ته د منلو، زغملو او هضمولو وړ وي او د ټولو خواوو ګټه او عزت خوندي له مادي خطر او معنوي ضرره يې وژغوري.

ټولو ته خپلې نیمګړتیاوې، ځانګړنې، ښېګڼې او بد ګڼې په عالمانه، عادلانه او حکیمانه بڼه په اسانه، عام فهمو، جامع او مسلکي کلمو سره په داسې بڼه وړاندې کړي چې سپېڅلو، لايقو او پوهانو ته د منلو وړ، د هوس، تعصب او خود خواهۍ په رنځ رنځور خلک ترې وتښتي د هوس، خود خواهۍ او تعصب په رنځ رنځورو ته د دې حقایقو او واقعیتونو پر خلاف له چل، ټګۍ، درغلۍ او دسېسې پرته بله لار نه وي، د دې کتاب په خبرو کې هېڅ ډول مسلکي نيمګړتیا، ادبي کمزوري او علمي تشه نشته، په پراخو څېړنو او هر اړخیزو پلټنو سره هېڅ علمي او کادري څېړنيز ارګان نشي کولای چې قرآن کې تشه ومومي ځکه چې پکې نشته.

نو ځکه ورته"فصل"وايي.

د دې کتاب په اړه هېڅوک نشي ویلای چې د بشر ددغې ستونزې حل ته قرآن کریم انسان نه دی ځیر کړی چې بشريت يې د ژوند په دغه کړکېچ کې ښکېل کړی دی. که د بشري کړکېچونو او ناورينونو د بهير یو نوملړ او د دې کړکېچونو او ستونزو د حل لپاره بل لړلیک جوړ کړو، د قرآن کریم وړاندوینه ترې ډېره جامع، هر اړخیزه او خورا ارزښتناکه ده.

په تېرو ۱۴۰۰ کلو کې بشريت د عملي حقايقو د جوتولو لپاره بې شمېره مادي او معنوي زیانونه وګالل، چې اوس يې د څېړنو له لارې د قرآن کریم پر حقپالنې او حقوالي اعتراف وکړ او دا يې ومنله، چې که بشر یې پلي کړي، ستونزې کمېږي، بحرانونه له منځه ځي، د بشري ژوند په ټولو اړخونو کې مادي او معنوي پراختیا او پرمختیا رامنځته کېږي.

زموږ اساسي ستونزه د بشري ستونزو حل او له پرمختیاو سره په تړاو د قرآن کریم د منلي درسي سیستم نشت دی.

تر آیت وروسته الله تعالی وایي: «إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ (١٣) وَمَا هُوَ بِالْهَزْلِ (١٤) إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا (١٥) وَأَكِيدُ كَيْدًا (١٦) فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا».

(دا يوه غوڅه پرېكړه او کوټلې خبره ده او څه ټوكه نه ده دا خلك سختې دسيسې جوړوي او زه به هم يو پوخ تدبير كوم، نو پرېږده اي پېغمبره! دا كافران څه لږ غوندې پخپل حال پرېږده).

قرآن کریم د بلواګرو دسیسو او مکرجنو توطيو د شنډولو کتاب دی. دا عامه قاعده ده، موږ انسانان څومره چې دانسي او جني غلیمانو د دسیسو ښکار کېږو، هومره په قرآن کریم نه پوهېږو او څومره دسیسې چې شنډولای شو هومره پر قرآن کریم پوهیږو.

بد عمله انسي او جني شیطانان د جهل، ظلم، ګډوډۍ او شرک د خپرولو لپاره طرحې او نقشې جوړوي او له همدې لارې خپلې موخې ترلاسوي. موږ د دوی د ظالمانه نقشې د شنډولو لپاره داسې فاصل کتاب را ولېږه چې سپین زړي او روڼ اندې خلک که د دې کتاب لارښوونې زده او تطبیق کړي ظالمانه طرحې، جاهلانه اندونه، مغرضه ګډوډي، ټولنيزه بې نظمي، شرک او مريېتوب خپل ځای عدالت، علم، انتظام، توحید او آزادۍ ته پرېږدي.

دا چې قرآن کریم د ماتې او بري عوامل، علتونه او عاملین د کومو رښتینو ځانګړنو له لارې سره جلا کوي او بېلوي دا فارمولونه باید زموږ دیني علماء وړاندې کړي د قرآنپالو په هلو ځلو د ولسونو خولې، اوښکې او وینې نړېوال درنښت پیداکړي او داسې نا پوښتوني نه وي لکه اوس چې دي.

د لاس ته راوړنو لپاره بې هڅې او هدف ته د رسېدو لپاره بې هاند قومونه د تاریخ د ترخې تجربې په تکراري اشتباهاتو او د ذلت د ماتې په زهرو مري. که د قرآن کریم د عملي مخالفینو او تش په نامه پلويانو تاریخ مطالعه کړئ، د تاریخ هره برخه يې د قیامت یوه بوږنوونکې ننداره ده.

ځینې بیا وايي، چې نو مسلمان ولې د تاریخ په پوړيو کې د کورني استبداد د ګیدړانو او بهرني استعمار د پړانګانو له لاسه د مرییتوب په روحیه د سیاسي سپکاوي او اقتصادي ذلت زهرجن جامونه د بشري سپېڅلي فطرت پر خلاف په پوره مینه او لېوالتیا څښلي دي؟

ځواب یې لنډ او اسانه دی، مسلمان د تاریخ په اوږدو کې هومره ذلیل شوی، څومره چې له قرآني تعلیماتو څخه د عمل په ډګر کې د ژوندانه په ټولو برخو کې لرې پاتې شوی او اوس هم هومره ذلیل دى، څومره چې له قرآني تعلیماتو څخه د عمل په ډګر کې په شا دی.

د عملي ډګر یادونه مو ځکه وکړه چې د قرآن کریم د نظري تفسیر او محدود ترویج مخه د تاریخ په اوږدو کې نه ده تړل شوې ؛ خو فردي زدکړې او فردي تطبیق اجتماعي عزت نشي تضمینولای د عملي ډګر معنا د بشري سرچينو ځواکمنول او سپېڅلي کول، د طبعي منابعو تسخيرول او د انسان استفادې ته يې چمتو کول او ټولنه د نظم او امن پر بنسټ ډاډمنول دي، مدرسو، پوهنتونونو، دارالعلومونو، اسلامي ګوندونو د قرآن کریم د لفظي او نظري ترویج لپاره د وخت، مال او امکاناتو ډېره قرباني ورکړې او لا یې ورکوي، خو لفظي او نظري قرآن کریم ستونزې نشي رژولای د کړکېچونو او بحرانونو د مخنيوي خبره ؛ خو ډېره درنه او لوړه ده.

دا د الله تعالی قانون دی چې بشري ستونزې په ټولنيز او هر اړخيز تطبیقي قرآن رژېږي او د بحران مخه ډپ کېږي څه چې مو درد درملوي، هغه تطبیقي او پايله وال قرآن دی د ژوند له هرې ستونزې سره په تړاو قرآن کریم د رڼو سپېڅلو او دردمنو له لارې عملي زده شي او عملا د رواجوونکو په فردي ژوند، ټولنیز خوځښت حکومتي چلند کې وليدل شي او په پراخ کچ، هر اړخيزه بڼه تطبیق او د قرآن کریم تطبیقي ارزونه ترلفظي او نظري ارزونې عامه او زیاته شي د قرآن کریم عملي دودونه د هوسپالو ظالمو او بې کفايته واکمنانو د ګټو مخې ته د غره غوندې لوی خنډ دی همدا لامل دى، چې د نړۍ ظالمان او ناپوهان له لفظي او تطبيقي قرآن سره مينه او تړاو نه لري.

د دوی هڅه همدا ده چې د قرآن کریم د تطبیق مخه د فرعي اختلافاتو د دودونې او لائقو علماوو د بوختولو، پېرلو او ځپلو له لارې ونیسي.

اوس هم له مسؤولیتونو سره په تړاو بشر ژويو او نباتاتو حقونه چې د اسلامي احکامو محور دی پاملرنه ورته نه کېږي.او په ولسونو کې د قرآني تعلیماتو د عملي ترویج لپاره کاري پلان، عالمانه تشکیل او د نړۍ یا بشري پرګنو د ګټو د تضمین تر بریده نتيجور سیستم، وړ، طراحه، باکفایته مشري، منسجم، منظم تشکیل او با اعتباره سیستم نه لرو ؛ خو امکانات يې له مسلمانانو سره تر نورو ولسونو ډېر دي؛ خو مسلمانان د علمي تشی له امله له امکاناتو فرصتونو او وړتياوو ګټه نشي اخيستای.

د مهمو او نامهمو ترمنځ ګډون او خلط د علماوو د چارو د بې برکتۍ او فعاليتونو د بې نتيجه ګۍ اساسي لامل او د قرآني تعلمياتو د عملي او يا پايلوالي دودونې مخې ته ستر خنډ دی.

کاشکې موږ د ډېرو مهمو او نا مهمو یو لړليک جوړکړی وای او خپل ولس مو په پایله واله بڼه پر کار ګومارلی، عقلي او عاطفي استعدادونو ته مو د علمي او سیستماتیکې ودې له لارې بشر، ژويو، نباتاتو او چاپيريال ته د خیر چينه او د برکت سرچينه کړې وای.

متأسفانه زموږ د ولس احساسات داسې روزل شوي چې د یوې استحبابي موضوع لپاره يې په زړه کې اور بلېږي ؛ خو حرام او فرایض، مسلکي مسووليتونه، ټولنيزې ژمنې او وګړيزې نيمګړتياوې ورته بښلي ښکاري. د تاریخ په بهيرکې په استحبابي موضوعګانو کې ښکېلتيا لامل دی، خو حرام او حلال، د ښو او بدو توپير رانه ورک دى، د فرض، واجب، سنت، حرام، مکروه ترمنځ د لومړيتوبونو پېژندنه له پوهانو او عامو خلکو تري تم شوي دي. استحبابي موضوعات د تودو بحثونو، بې ځایه شخړو، بدمرغه ګوندي او مذهبي تربګنیو او کنځلمارو ناندریو ډګر دی.

د اجتماعي، سیاسي او مالي ظلمونو پر وړاندې يې د چوپتیا مهر پر ژبو او قلمونو لګېدلی دی. قرآن کريم د فصل کتاب دى، ټول شيان سره جلا کوي، ښه او نا ښه، روا او ناروا، ګټور او زيانمن يې سره بېل کړي دي.

قرآن کريم د فصل کتاب دى، ظالم او مظلوم، مؤمن او منافق، ضدي، عنادي، بې خبره او غافل کافر سره بېلوي د ژبې، سيمې، نژاد او مذهب توپيرونه له منځه وړي او په مشخصاتو او ځانګړنو کې انسانان سره بېلوي د فاسق، کافر او مؤمن ځانګړنې يې داسې ښودلي، چې هېڅوک نشي در ښوولاى، چې وي يو څه او ځان بل څه وښيي.

که څه هم هغه ولس چې له قرآن کریم نه لرې ساتل شوی او قرآن کریم يې د مذهبي اختلافاتو سرچينه ګرځولې، په دې شيانو خبر هم نه دى او د ښو او بدو توپير ترې ورک دى.

قرآن په طبیعت ټولنه او بشری تعاملاتو کې کې د الله تعالی د قدرت نښې او لارښوونې په ښوونيز او روزنيزو د دې لپاره بیانوي چې بشر په دې قانع کړي چې له خپل الله تعالی سره مخامخېږي ؛ نو پاک ورسره مخ شي! دوی له طبیعته ګټه واخلي، فردي او ټولنيز چلن عالمانه او عادلانه کړي او د بشري ستونزو کچه پرې را ټيټه او د ژوندانه په ټولو ډګرونو نتيجه او پرمختيا رامنځته کړي.



[1]. الطارق: ۱۷.


No comments:

Post a Comment