د پوښتنو فصل


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د پوښتنو فصل

انسان چې د خپل رب ملاقات ته ورځي، لومړی ترې درې اعتقادي
پوښتنې کېږي.

۱. من ربک؟ پالندوى دې څوک دى؟ چاپیدا کړی اوپاللی یې؟

۲. ما دینک؟ د ژوند طریقې دې څه وې؟(حقونه دې ادا کول او ضایع کول دي)

۳. من نبیک؟ پېغمبر دې څوک دی؟

د فردي تربیت په اړه ترې پنځه پوښتنې پوښتل کېږي:

۱. عمر دې په څه کې تېر کړ؟

۲. ځواني دې په څه شي کې زړه کړه؟

۳. مال دې له کومه کړ؟

۴. مال دې چېرته دې ولګاوه؟

۵. په علم دې څومره عمل وکړ؟

درې اجتماعي پوښتنې ترې کېږي:

۱. له ناروغانو سره دې څه وکړه؟

۲. له وږيو سره دې څه وکړه؟

۳-. له لغړو او لوڅو سره دې څه وکړه؟

د پورته دولسو پوښتنو عملي ځواب ته چمتو کېدل د فصل معنا رانغاړي دا چې د عمل په ډګر کې څنګه انسان د پورته ځانګړنو اتل کېږي، همدا د قرآن کریم پيغام دی.

د بشريت د بېلارۍ یو اساسي لامل د الهي مادي نعمتونو د تر لاسي مخې ته خنډ، ځنډ او د وېش ظالمانه سیستمونه دي، نړۍ الله تعالی داسې پیداکړه چې د ژوندیو موجوداتو ټولې اړتیاوې باید هوارې شي ؛ همدا لامل دى، چې زمکه تر بشري اړتیا ډېره وړتیا لري.

ولې بیا هم ډېر خلک له الهي نعمتونو څخه بې برخې دي، د دغو نعمتونو په اړه غفلت، خیانت او نا عادلانه وېش چې پر خلاف يې حرکت، پاڅون او بدیل رامنځته کول د سترو هدفمنو او سپېڅلو خلکو وجیبه ده.


No comments:

Post a Comment