لیکوال:محمدناصرحلیمي
د بې برخو او برخمنو فصل
محرومیت د
بشري سرغړونو او بېلاريو سرچينه ده، قرآن کریم په تفصیل سره ښيي چې ټولنه ولې له
محرومیتونو او بیا د محرومیتونو په نتیجه کې له روزنیزو بېلاريو، اخلاقي
نیمګړتیاوو او د فساد په ګڼو
ډولونو اخته له محرومیتونو او بېلاريو نه د ژغورنې منتجې
او پلي کېدونې لارې چارې کومې او د پلي کوونکيو ځانګړنې کومې دي؟ الله تعالی فرمايي:
«قُلْ
مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ الله الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ
الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ اٰمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً
يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ (٣٢)
قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ
وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَنْ تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ
يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى الله مَا لَا تَعْلَمُونَ
(33)».[1]
دوى ته
ووايه! چا د الله تعالی هغه ښكلا حرامه كړې ده چې هغه د خپلو بندګانو لپاره رايستلې
وه او چا د الله بښل شوي پاک شيان منع
كړل؟ ووايه، دا ټول شيان د دنیا په ژوندانه كې هم د ايمان راوړونكو لپاره دي او د
آخرت په ورځ به يوازې د همدوى لپاره وي. په دغه شان موږ خپلې خبرې، د هغو خلكو
لپاره روښانوو چې عالمان دي.
اى محمده صلی الله علیه وسلم! دوى ته ووايه چې زما رب چې كوم شيان حرام كړي دي هغه دا
دي: پټه او ښکاره بې حیايي،
ګناه او د حق پر خلاف تېری او دا چې له الله
تعالی سره تاسې كوم څوک شريک كړئ چې د هغه لپاره يې كوم سند نه دى نازل كړى
او دا چې د الله تعالی په نامه داسې كومه خبره وكړئ
چې په هغې کې تاسې معلومات و نه لرئ چې هغه رښتيا هم كړې ده).
له پورته آیت نه معلومیږي چې د بشريت د محرومولو حق له هېچا
سره نشته او دا خلک باید په ګوته شي، چې بشريت، د استثمار، انحصار او غصب له لارې
له مادي او معنوي نعمتونو څخه بې برخې کوي.
حکومتونه او کادرونه ژمن دي چې
ظاهري او معنوي محروميتونو ظاهری او معنوي لاملونه په علمي بڼه ومومي او له تطبيقي
بڼه ملتونه تری وژغوري.
«مَا
ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ». [2]
یعنې په
ټولنه کې د محرومیتونو علت ظاهري او باطني فحشاء او ګناه ده.
همداراز
محروم ولسونه په باطني او ظاهري فحشاوو ککړېږي.
محروميت ټولنه چې
محرومه شوه ګناهونه پکې ډېرېږي، ځکه نو پېغمبر له کفر او فقر څخه الله تعالی ته
پناه وړي او دا دواړه ګناه زېږوونکي دي.
بغي: حق
خواره خلک په هغه ټولنه کې ډېر وي چې خلک يې محروم وي ؛ ځکه عامو خلکو د خپلو
ستونزو په غمونو کې د ډوبېدا له امله خپل ځواکونه بایللي دي.
شرک: الله
تعالی سره نور شيان شريکول.

No comments:
Post a Comment