۱۰. د مسلمان پرضد روزنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۰.                د مسلمان پرضد روزنه

سره له دې چې قرآن کریم او نبوي احادیث د بشريت پر وحدت ټینګار کوي، بې شمېره داسې دلایل شته چې اسلام د بشري نړۍ په تېره د مسلمانانو د لیکو پر يووالي ټينګار کوي. مسلمانان د کایناتو د حقایقو د پېژندلو او د حقونو د ادا عملي ژمنې لري.

سره له دې چې په دې ‌ډګر کې پاتې راغلو، بیا هم کینه کښ، ګوندپال او مذهبي ناندرېمار مشران پخپلو غوړو او زړه راښکونکو دروغجنو ویناوو خپل پاک زړي پلویان د یو کور غړي د یو بل پر ضد روزي.

 دوی باید خپل پلویان داسې وروزي چې مسلمانان خپل وخت خوشې او شته امکانات په هوس ونه لګوي، د مسلمانانو عملي، سیاسي، اقتصادي او ښوونیز ژوند بايد له اسلام سره داسې برابر کړي، چې نوی نسل نړۍ او نړېوالو ته رحمت، هدایت او برکت شي.


No comments:

Post a Comment