لیکوال:محمدناصر حلیمي
۹.
د مسلمان پر ضد د مسلمان پروپاګند
مسلمان د اسلام پر ضد خبرې نه کوي،
خو مسلمان ته ارزښت نه ورکوي او د اسلام پر ضد کارونه کوي، داسې کارونه چې ویښ او
روښانه خلک یې په لیدو له اسلامه زړه تورن کېږي، نزاع لفظي شخړې ته وايي، الله
تعالی په لاندې آیت کې، مسلمانان، د یو بل پر خلاف له لفظي شخړو څخه د ځان ژغورنې داسې
سپارښتنه کوي، قرآن کريم وايي: «وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا
إِنَّ الله مَعَ الصَّابِرِينَ».[1]
(پخپلو کې
سره شخړه مه كوئ! كه مو وکړه کمزوري به شئ، زور به مو اوبه شي، یو بل وزغمئ، يقينا
الله تعالی له صابرانو سره دى).
د لفظي شخړې د پایلې په اړه الله تعالی وايي، چې پوک، پوده او وراسته
کېږئ. قوت، زور او وړتیا مو له منځه ځي، که تر نزاع پورته مخاصمه وکړو، مشاجره
وکړو، جګړه وکړو، بیا به مو نتیجه څنګه وي؟
زه هغو سپین سترګو ته ډېر حیران یم، چې له یوې خوا، مسلمانان یو د بل پر
خلاف پاروي، بدګماني او خپل منځي جنګونو ته لمن وهي او له بلې خوا ځان د اسلامي
نړۍ پر درد دردمن او ځان د اسلامي لیکو مخکښ ګڼي.
د تاریخ په اوږدو کې مسلمان تر هر چا زیات مسلمان او اسلام زیانمن
کړی دی، د مسلمانانو د نننۍ بدې ورځې ډېره پړه پر مسلمان او بیا د سیمې پر چارواکو
او پوهانو پرېوځي. ګوندي تربګنۍ، مذهبي کنځلمارې کوپړۍ او هوسپاله مشران د اسلام د
پرمختګ مخې ته تر ټولو خنډونو ستر خنډونه دي.
د اسلام په دښمنانو کې د اسلام د ماتولو او په
شا تمبولو ځواک نشته، پخوا
هم نه وو او اوس هم نشته.
اسلام تل د هغو منافقینو له خوا
ځپل کېږي او په
شا تمبول کېږي، چې د
اسلامي امت دننه د ويڼې په څېر تعصباتو او اختلافاتو
ته کار کوي.
که د ابن اثیر په تاریخ کې چنګیزي سفاکۍ ته د
مسلمانانو له لوري د مسلمان وژنې د لار هوارونې نظامونه وڅېړئ، د مسلمانانو د
اوسنۍ ځوړتیا په لاملونو به ښه پوه شئ. د چنګېز د تاریخ په لوستو پوهېږو چې منافقانو ورته د داخلي اختلافاتو له لارې د
منصب او ثروت د جنون په لمسون، په جنسي فقر اخته واکمنانو د مسلمانانو د وژنې او یرغملنې مخه هواره کړې ده، همداسې د تاریخ په
اوږدو کې د نېواک، اشغال، ښکیلاک او يرغل هغه دردناک ډولونه چې بشري پرګنې یې خورې،
کډوالې او په ذلت کې ښکېل کړي دي، ظلم، فساد دی، که مسلمان يې وکړي ځکه ډېر د
غندنې دی چې مسلمان د عدل په تامین او د بشري پرګنو پر هوسا کولو مکلف دی.

No comments:
Post a Comment