لیکوال:محمدناصر حلیمي
۸.
د اسلام پر ضد پروپاګند
سره له دې چې د نړۍ په ډېرو
پرمختللو ازمېښتونو، لابراتوارونو، څېړنځاینو کې، د سترو محققینو، څېړونکو او لویو نوښتګرو له خوا د قرآن کریم
زرګونه آیتونه ثابت شول چې د بشريت خیر پکې نغښتی دی او حقیقت لري ؛ خو بیا هم د اسلام پر ضد
تبلیغات کوي او نړېوالو ته حقایق د حقایقو په څرګندونو کې بخل کوي، دا لا څه چې ځينې ثابت شوي حقایق خلکو ته سر چپه ښيي.
«يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ
الله بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ».[1]
(دوى غواړي
چې د خولو په پوكيو د
الله تعالی رڼا مړه كړي، (خو) الله تعالی د خپلې رڼا بشپړوونکی دی كه كافران يې بد هم ګڼي).
که څه هم لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، انساني سالم فطرتونه نه غولیږي او نه
پرې پېر او پلور ممکن دی، د همدې څېړنو له لارې زرګونه
نامسلم متخصصین مسلمانان شول.
«هُوَ الَّذِي
أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ
كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ».[2]
«هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ
بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ
الْمُشْرِكُونَ».[3]
(همغه ذات دى
چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره رالېږلى، چې پر ټولو دينونو يې برلاسى
كړي که څه هم چې مشركان یې بد ګڼي).
«هُوَ
الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى
الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا».[4]
(همغه ذات دى
چې خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره رالېږلى، چې پر ټولو دينونو يې برلاسى
كړي که څه هم د ګواهۍ
لپاره یواځې الله تعالی کافي دی).

No comments:
Post a Comment