د رنځ او رنځور پرېماني


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د رنځ او رنځور پرېماني

كه څوک موږ وپوښتي چې رنځ او رنځور تر حده ډېر، درملګران مو د ګوتو په شمېر هغه هم کم او په نشت حساب، ځواب يې دا دی چې د مسلمان دنده شفا بښنه ده ؛ خو د شفا بښنې وړتیا يې ځکه له لاسه ورکړې چې ځان د ټولنیزو او وګړیزو رنځونو په وقايه او معالجه کې ژمن نه ګڼي. خلک هم په دوی کې د دغې اړتیا د رژولو وړتیا او د درملنې تومنه نه ویني؛ ځکه چې خپله رنځور دى. تر هغه چې بېرته شفا بښونکی نه شي، ښه ورځ نشي ليداى. اسلامي امت د شفا بښنې مخکښه ډله وه، لامل يې دا دی چې قرآن او نبوي احادیث سر تر پایه روغتیا پالنه ده، اسلامي امت د شفا د مخکښانو او ښوونکو په توګه واستول شول. تر هغه وخته پورې چې د مسلمانانو مخه قرآن کریم ته وه، رنځونو ورته شاکړه، خو کله چې یې له قرآن کریم نه مخ واړاوه، رنځونو ورته مخ کړ. کله يې چې قرآن کریم ته مخ و، نړۍ يې د رحم، علم او عدل په رڼا روښانه کړې وه. بیا چې کله پخپله د جسم، عقل او روح په رنځونو اخته شول، د نړۍ تر ټولو بد خلک پرې واکمن شول او تر بتره ځناورو يې ورته بتره سزا ورکړه، چې تاریخ یې بې له سرامنو اوښکو نه لوستل کېږي. که اسلامي امت یو ځلې بیا د شفا بښنې مرحلې ته د ورسېدو تلوسه پيدا کړی، نور به انساني نړۍ د ارام ساه واخلي او د ژوند له خواږه نعمته د خوند اخستو ترڅنګ د آخرت همېشنی عزتمن ژوند هم درلودای شي.

د اسلامي امت هر غړی باید د ژوند په هره برخه کې په فردي او اجتماعي ژوند کې د روغتيا او د شفا بښنې وړتیا په ځان کې پیدا کړي. داسې نه چې د مسلمانۍ دعوه هم لري، په جسمي، روحي، رواني او عصبي رنځونو پخپله اخته او د خپرېدا اساسي لامل هم وي.


No comments:

Post a Comment