د روغتیا کار وړ اشخاص


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د روغتیا کار وړ اشخاص

قرآن کريم پر هغو کاري اشخاصو زموږ اعتماد او باور زیاتوي، چې په غوره چارو بوخت وي. عقل یې روښانه، ویښ، پوه او عاطفه يې مهربانه، سپېڅلې او ځواکمنه وي. د کارو زیار ګالنې نمونه وي. تر خبرو یې خدمت زیات یعنې کړنې يې غښتلې او منتجې وي. خدمت يې د عبادت په موخه وي، چې دا د پېغمبرانو د وارثانو کار دی. که موږ د پېغمبرانو ژوند تر څېړنې لاندې ونیسو، جوتېږي چې د بشر د رنځونو لپاره یې د یوې غښتلې درملنې نقش ادا کړی دى. دوى د ټولنې او وګړو د درملنې لپاره د خلکو له لاسه بې شمېره کړاوونه ګاللي دي او د خپلو رنځورو بدچارو دښمنانو څخه يې نېکان دوستان جوړ کړل.


No comments:

Post a Comment