دقیق تشخیص او کره درملنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

دقیق تشخیص او کره درملنه

که موږ قرآن کریم په ژوره معنا ولولو، قرآن کریم موږ ته دا اجازه نه راکوي، چې خپل وخت د موجوده ښو او بدو افرادو، اېزمونو او ګوندونو په ستاینه او غندنه تېر او د ځوانۍ پسرلی پکې خزان کړو ؛ بلکې زموږ اساسي دنده د جسمي، رواني، عصبي او اجتماعي رنځونو دقیق تشخیص، کره درملنه او حاذقانه تجويز دى. که را روانه علمي څېړنیزه پرمختیا همداسې چټکه روانه وي، هغه ورځ لرې نه ده چې خلک یواځې په نتایجو حساب وکړي او د هېچا په تشو تپاکو ونه غولېږي. په حکیمانه بڼه د بشري پرګنو، ژویو او نباتاتو ژغورنه، د ناروغيو درملنه او په روغمنو کې نورو ته د روغتيا بښنې ځواک لا غښتلي کول د قرآن کریم موخه ده.


No comments:

Post a Comment