لیکوال:محمدناصر حلیمي
د صابرانو تقلید
د اهدافو تر لاسي پورې په مينه او هوښيارۍ د کړاوونو ګالل
او د خپلو وړتياوو د پاللو او انکشاف له لارې ټولنيز ژوند ته عادلانه او رحيمانه
جوړښت بښل د پېغمبرانو علهم السلام اساسي کار وو.
«فَاصْبِرْ
كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ
كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ
نَهَارٍ بَلَاغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ».[1]
(اى پېغمبره! صبر وكړه لكه اولو العزمو پېغمبرانو چې صبر كړى دى
او د دوى په باب
بيړه مه كوه! په كومه ورځ چې دوى هغه څه وويني چې دوى ترې وېرول كېږي، نو دوى ته به داسې ښكاره شي لكه چې په دنیا كې يې د ورځې له
يوه ساعت نه زياته استوګنه نه ده كړې. خبره در ورسول شوه،
نو آيا بې له نه منونکو
كسانو څخه به بل څوک هلاک شي؟).
No comments:
Post a Comment