لیکوال:محمدناصر حلیمي
ځان ارزونه او ليد سره اړيکه
بريا او ماتې داخلي او باندني لاملونه لري، خپل ځان، خپلې ټولنې، خپل کار ته کتل او ارزول او د خپلو نیمګړتیاوو پېژندل، اصلا ح کول او پياوړي کول، د بریا ستر لامل دی. ټولنه هله د
اصلاحاتو لوړو مقامونو او د پرمختیاوو هسکو
منارونو ته رسېږي، چې وګړي يې د ځان ارزونې او ځان روزنې لوړې
کچې ته ورسېږي، هغه ټولنه چې خلک يې د خپلو وړتياوو په وده او د خپلو اړتياو په
رژولو کې بوخت دي، د کار، اختراعاتو او نوښتونو خلک دي او هغوى چې ځان ورنه هېر او
بل ته د نصيحت اوږدې ژبې لري، دوى د خبرو
اتلان او د کار په ډګر کې بګېل مړزان دي دوی په تقليد نه ارزي.
«فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ الله حَقٌّ
وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ».[1]
(نو اى پېغمبره! صبروكړه! د
الله تعالی وعده
پرحقه ده. د خپلې ګناه بښنه وغواړه! سبا او ماښام
د خپل رب
له ثنا او ستاينې سره د هغه پاكي بيانوه! ).
صبر په مثمره بڼه خپلو هسکو موخو ته د رسېدا هغه
جریان دی چې له ستړیا او ستومانتیا نه خوند او پند آخلي، له ګناهونو نه د بښنې
معنا دا ده چې خپلې نیمګړتیاوې په ګوته مادي او معنوي تاوانونه جبران کړي، د الله
د ذات او صفاتو ستاینه په دې معنا چې ولسونه د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي مشرانو
په لومه کې داسې ښکېل نشي چې سهار او ماښام هر یو يې د خپلو لنډو او وړو موخو
لپاره د ولس هېرونې له لارې مشر پالنه او مشروټپالنه وکړي، ژوندی دې وي فلان او
ژوندی دې وي فلان په کاذبو شعاورنو یې وخت، امکانات او وړتیاوې ضایع شي.
No comments:
Post a Comment