لیکوال:محمدناصر حلیمي
۴- قارئ القرآن
قرأت یواځې د الفاظو
لوستلو او یادولو یا په مسلکي ژبه حدر، ترتیل او مشق ته نه وايي، د قرآن کریم د قرات تعریف ابن قیم
رحمه الله داسې کوي: « الْمَقْصُودُ مِنَ الْقِرَاءَةِ فَهْمُهُ وَتَدَبُّرُهُ، وَالْفِقْهُ فِيهِ وَالْعَمَلُ
بِهِ، وَتِلَاوَتُهُ وَحِفْظُهُ وَسِيلَةٌ إِلَى مَعَانِيهِ ». [1]
( د قرآن د لوستلو
معنا پر قرآن پوهېدل، په قرآن کې ژوره کتنه کول، د قرآن عملي کول دي، تلاوت او حفظ
يې د معنا د زده کړې وسائل دي).
پخوانیو قرآنپوهانو
سره دا خبره مشهوره وه چې: « نَزَلَ الْقُرْآنُ لِيُعْمَلَ بِهِ، فَاتَّخَذُوا تِلَاوَتَهُ عَمَلًا». [2] (قرآن د عمل لپاره
راغی، دوی د قرآن تلاوت ته عمل وويل).
هغه پوهان چې پخپل علم، عمل
نه کوي، حافظ د دوی په اړه داسې وايي:
|
واعظان که این جلوه در محراب ممبر میکنند |
چون به خلوت میروند ان کار دیګر میکنند |
|
مشکلی دارم ز دانشمند مجلس باز پرس |
توبه فرمایان چرا خود توبه کمتر میکنند |
|
|
|
حافظ کره تشخیص او د
شکایت تحلیل دا دی چې موږ داسې مدرسې او واعظان هم لرو چې
د اسلام د دین بڼ پخپلو وینو، خولو او اوښکو خړوبوي او تاندوي، داسې عالمان لرو چې
پوهه یې پر ګروهه او ګروهه یې پر پوهه ځواکمنه ده، مال، ژوند او وړتیا يې د نورو
انسانانو په پاللو او روزلو کې د الله د رضا د حصول لپاره بوخت دي، البته له
نیمګړو نصابونو او نیمګړو پوهانو شاګردان هم نیمګړي وي. که غواړو چې د پورته تشخیص
شوي رنځ درملنه وکړو د ښوونځیو او پوهنځیو کادري او کاري تشکیل، نصاب او روزنیز
سیستم باید د کمال او جمال هسکې مرحلې ته ورسوو.
[1]. ابن قيم الجوزية محمد
بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين زاد المعاد في هدي خير العباد ، ج 1 ، ص 327.
[2]. ابن قيم الجوزية محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين زاد
المعاد في هدي خير العباد ج 1 ص 327.

No comments:
Post a Comment