۵- علم القرآن


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۵- علم القرآن

لاندې حدیث کې د قرآني علومو د ښوونې او روزنې فضیلت داسې انځور شوی دی: وعن عثمان بن عفان رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ رسول الله صلى الله علي ه وسلم :« خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ».[1]

(له عثمان بن عفان - رضي الله عنه -، نه روایت دی چې رسول الله - صلى الله عليه وسلم – ویلي دي هغه په تاسو کې غوره دی چې پر قرآن ځان او بل وپوهوي).

د قرآني علومو زده کړه په دې معنا چې انسان په دې پوه شي چې د بدن غړي څه ډول د الهي او بشري حقونو د اداېنې لپاره په غوره او ګټوره بڼه وکاروي. د خپلو مسوولیتونو په اړه پوهه، مهارت او ژمنتیا ولري. دماغ له معلوماتو داسې ډکول چې عملي نه وي انسان له ذهني معلولیت سره مخ کوي.

متاسفانه زموږ په ټولنه کې داسې حق تروړو ته هم عالمان ویل کېږي چې په غصب، رشوت او خیانت کې غځېدلی لاس لري، په داسې حال کې چې علمي رتبې، علمي سندونه او علمي لیکنې د عالم د حقپالنې په کچه ستایل کېږي او غندل کېږي، د ملا علي قاری رحمه الله په نظر علم هغه پوهه ده چې حقوق الله یا حقوق العباد پرې ادا شي :«قِيَامًا بِحَقِّ الْعِلْمِ وَمَا يَقْتَضِيهِ مِنَ الْعَمَلِ بِحَقِّ اللَّهِ وَحَقِّ عِبَادِهِ».[2]

(د علم حق باید ادا شي او د علم حق دادی چې د الله او د بنده ګانو حقونه پرې ادا شي).

قرآن کریم د ټولو ښېګڼو ګلدسته او د ټولو علومو غورچاڼ دی، يو تن ته د ټولو قرآني علومو رانغاړل ناشونی دی، هومره او هغه ځایونه یې باید زده کړو چې دنیا او اخرت پرې ښایسته کولای شو، ځان، کورنۍ او ټولنې ته خیر رسولای شو، طبیعت پرې راسپړلی د عقل، جسم او روح له پلوه متوازنه وده او مثمر پرمختګ ورکولای شو.

د بې ګټې علم زده کړه ګناه ګڼل کېږي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې ته ځير شئ!

عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « سَلُوا اللَّهَ عِلْمًا نَافِعًا وَتَعَوَّذُوا بِاللَّهِ مِنْ عِلْمٍ لاَ يَنْفَعُ ».[3]

(له جابر رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: له الله نه ګټور علم وغواړئ او له الله وغواړئ چې له بې ګټې علم څخه مو وساتي).

رسول الله صلي الله عليه وسلم به داسې دعاء کوله :«اللهُمَّ انْفَعْنِي بِمَا عَلَّمْتَنِي، وَعَلِّمْنِي مَا يَنْفَعُنِي، وَارْزُقْنِي عِلْمًا تَنْفَعُنِي بِهِ». [4]

( الهي څه چې دې را ښودلي دي ګټه یې را په برخه کړه او هغه څه را وښایه چې ګټه را رسوي او داسې علم را په برخه کړه چې ګټه پرې رارسوې).

نو مسلمان ته باید د داسې قرآني علم مخه هواره کړو چې خپل مسوولیتونه پرې پېژندای، خپلې اړتیاوې پرې حل کولای، خپلې ستونزې پرې رژولای، خپل شخصیت پکې ځلولای او خپل راتلونکي نسلونه پکې روزلای شي.

همداسې نصاب ورته جوړ کړو چې د دوی د ژوند سره تړاو ولري داسې نصاب نه وي چې د ژوندانه له موخو او پرمختګونو سره مرور وي، متاسفانه له وړکتونه تر پوهنتونه نصاب هغه څه د زده کوونکي او محصل دماغ ته ور دننه کوي چې ډېری يې د ژوندانه له واقعیتونو او پرمختګونو سره تړاو نلري، هغه یې چې تړاو لري نظري دي، تطبیقي نه وړاندې کېږي.

د حلال رزق د حصول، د کورني نظام د جوړښت او سمبالښت، سیاست، اقتصاد، زراعت، صنعت، حقوق، تجارت، ښوونې، روزنې او روغتیا په اړه هڅوونکي آیتونه او احادیث وایو ؛ خو د تر لاسي پر دود او تګلارو شاګردان نشو روزلای.

 د قرآن کریم پر حافظانو ډېرلوی ظلم شوی، چې د قرآن کریم له الفاظو سره په داسې بڼه تړل شوي او پېيل شوي دي چې د قرآن کریم په مفهوم نه پوهېږي، له قرآني موخو، ژباړې او تفسير سره نابلده دي، عمل به پر څه او څه ډول وکړي؟.

همدا لامل دى، چې د قوي عاطفې ځوانانو له ړندو احساساتو نه ځينې کړۍ د اسلام په نامه په حقتلفۍ کې موسمي، سوداګريزې او شخصي ګټې اخلي، چې دا د بشري کړاوونو سرچينه او د بشر په اړه ځکه ستر جنایت دی، چې قرآن کریم د الله تعالی ستر نعمت او دا امانت د قرآن کریم له حافظ سره دی. متاسفانه د نبوي دود پر خلاف تدریسي بڼه داسې ده، چې قرآن کریم له معنا، عمل او نتیجې سره نه تړي.

سره له پورته ناخوالو چې موږ مسلمانانو رامنځته کړي، بيا هم که قرآن کریم نه وای، نن به بشريت تردې په میلېونو ځله بتر ژوند درلود. هغه انسان چې قرآني موخې لري، هېڅکله ټيټو چارو ته په زړه، سپکو انګېرنو ته په فکر کې لار نه ورکوي.



[1]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل ( الجامع الصحيح) صحيح البخاري، ج 15 ، ص 439.

[2]. ملا علي قاري الهروي ، بن (سلطان) محمد ، أبو الحسن نور الدين ، مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح ج 8 ، ص 3309.

[3]. القزويني ، ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد، وماجة اسم أبيه يزيد ، سنن ابن ماجه ج 11 ، ص 442.

[4]. النسايي ، الامام أبي عبد الرحمن أحمد بن شعيب ، السنن الكبرى للنسائي ج 7 ص 205.


No comments:

Post a Comment