د قرآن کریم له معنا او موخو څخه بې خبره خلک


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د قرآن کریم له معنا او موخو څخه بې خبره خلک

هغه خلک چې يواځې د قرآن کریم د الفاظو په دایره کې بند پاتې دي او له قرآني مفاهیمو سره اشنا نه وي، تل به په ټيټو او وړو اهدافو پسې ستړي دماغونه او د زمانې د هر دجال په جال کې نښتي وي او د مذهبي نندارچېانو او ګوندي کنځلمارو د لاس آله وي. د"ژوندي دې وي، مړه دې وي"په نارو يې د ژوند پسرلى په تشو تپاکو خزانېږي او د وړتیاوو پاڼې او ګلان يې رژېږي او له منځه ځي. داسې خلک د ژوند په پاى کې نه پتمن کورنی نظام لرلای شي او نه د پتمنو اجتماعي تعاملاتو وړتیا ؛ خو لاپې شاپې يې د عادلانه حکومتونو د ايجادولو او پر مخ وړلو وي.


No comments:

Post a Comment