د قرآن کریم لپاره عالي چاپېریال او هر اړخیزه کړنلار


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د قرآن کریم لپاره عالي چاپېریال او هر اړخیزه کړنلار

د قرآن کریم د زده کوونکي په ذهن کې د قرآن کریم د لوړو او عالي افکارو او طرحو د رامنځته کولو هڅه د انسان په زړه کې هله را ټوکېږي، چې د قرآن کریم پر زده کوونکي په مدرسو کې د جسمي، عقلي او رواني ودې ترڅنګ پر عاطفي ودې او عملي روزنې ډېر کار وشي. د قرآن کریم روزنیزه ښوونه باید رامنځته شي، د بدې روزنې او بې عمله ښوونې مخه بايد ډب او عاملين يې بايد ګوښه يا اصلاح کړای شي.

تش حفظ له (٣-٧) کلنۍ پورې وشي. ښوونیزه، پوهنيزه او روزنیز تدریسي اداره، رهبري او سمبالنه په ډېره مینه، په عاقلانه، کریمانه او رحیمانه بڼه وشي. قرآن ورته داسې تدریس شي، چې ژوندیو او نا ژوندیو ته خیر غواړی، د ملتونو د عروج سرلارى او روزونکى شي. عقلي جسمي او روحي ځواکونه يې متوازنه او چټکه وده وکړي.

په عاطفه کې يې د مینې، عدل او خواخوږۍ په مټ مخلصانه عزم او پخه اراده منتج عمل لپاره وغوړېږي او له دې لارې په عقل کې اختراعي او اکتشافي نوښت او ارزونه وپنځوي او جسم یې تطبیق ته په کره او پوره شکل په نبوي روزنیزو میتودونو اماده کړي. یا په بله وینا قرآن کریم باید داسې تدریس شي، چې په وګړو کې په پراخه توګه د رغونې او بشريت ته د هوسا او ارام ژوند بښنې چارې، هوډ او نوښت وټوکېږي.


No comments:

Post a Comment