د قرآني روزنې د علو (هسکوالي) نښې


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د قرآني روزنې د علو (هسکوالي) نښې

قرآن په انسان کې د یوسف د پاکلمنۍ او د هېوادونو په کچه د اقتصادي بحرانونو د مخنیوي هسکه روحیه پالي. قرآن په انسان کې د خلکو د خوارولو او ځان شتمنولو پرځای د ولس د شتمنولو روحیه پالي. قرآن انسان تجارتي، حکومتي او اداري سیستمونو لپاره علمي لوړتیا او عملي پياوړتیا ته ځيروي، چمتو کوي او ژمنوي. قرآن شاګردانو ته د ژوند پرمختیاوې توضیح، تشریح او د ستونزو حل لارې په هسکه کچه کې ور په ګوته کوي.

کله چې د حلال رزق خبره کوو، باید پخپله ټولنه کې یې روا مدارک د قرآن کریم زده کوونکيو ته هم ور په ګوته کړو. قرآن لوستی لږ تر لږه تر جاپاني ځوانانو د حلال رزق په ګټلو کې پياوړي وي.

هغه خلک ورته د اجتماعي اعتبار له پلوه بې اعتباره او سپک ښکاره کړو چې له منصبونو يې ناوړه ګټه کړې او خپل وجود ته يې ناپاکه مال ورننه ایست. د زرګونو بې وزلو خلکو د لوږې، تندې، خوار ځواکۍ او بې کورۍ پړه یې پر غاړه وي، ځان يې قانون او شریعت ته پړ کړى وي.

د قرآن کریم زده کوونکي ته دا وروښودل شي، چې حلال کار و بار معنا څه؟ څه ډول لاس ته راځي؟ څه ډول روزل کېږي؟

په لګښت کې يې کوم معیارونه په پام کې نیول کېږي؟ او حلال رزق ته په عملي بڼه د خلکو بلنه او روزنه څه ډول کېدای شي!؟ همدا راز د ایثار[1]داسې مرحلې ته ورسول شي، چې خپله شخصي ګټه د ټولنېزې ګټې ذريعه کړي او د ځان شتمنولو پرځای د ټولنې او عامو خلکو د شتمنولو روحیه په ځان کې وروزي.

او هغه د خوشحال بابا خبره:

وګړي واړه کارونه خپل کا
څوک چې آرام ګټي د نېکو نام ګټي

مردان هغه دي چې کار د بل کا
د خوږو زړونو دارو به تل کا

او د حمزه په وینا:

زه دې وچ هډوکی شپېلم

خو ملت مې دې سلطان وي

متاسفانه، مونږ داسې مشروټان هم پخپل ژوند کې وليدل، چې ددوى ضميرونه ويل او اعمال يې ثابتول، چې د ملت هډوکي وشپېلول شي، خو چې زه او زما راتلونکي نسلونه ميلونران وي.

او د رحمن بابا وينا ده چې:

هغه زړه به له طوفانه په امان وي

چې کښتۍ غوندې د خلکو بار بردار شي

قرآنپوه بايد د ټیټو او پرېوتو چارو او حق خورو چارواکو له ویناوو، اندونو به ځان ژغوري، چې هېڅکله په هېڅ قیمت د هېڅ شتمن او هېڅ واکمن د لاس آله او لاسپوڅى ونه ګرځي.

حرامخواره او ککړ سياستوال تل ساده زړي او سپين لمني قراپوهان د ځان ستاينې لپاره پېري.



[1]. ايثار: نورو ته د هوسا ژوند بښلو لپاره ځان تکليفول ، خپله برخه بل چا ته ورکول.


No comments:

Post a Comment