عزتمندي د قرآن کریم غوښتنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

عزتمندي د قرآن کریم غوښتنه

د عزتمنو اهدافو د لاسته راوړو لپاره باید عزتمنې لارې خپلې کړي. د ځان او د انسانيت ژوند وسپړي، وویني چې د ژوند کومې برخې او د بشري نړۍ کوم پاټکی(قشر) په ذلت اخته، د کومو عواملو، عاملینو او علتونو له امله د عزت له خواږه نعمته بې برخې شوی دی؟ ځان ته یې جوت کړي، خپل فکر پکې وکاروي او د نړۍ د رهبرۍ داسې طرح چې چارې، وړانديزونه، نیوکې، شکایتونه او حکایتونه ټول بشر ته د عزت ورکولو او د ذلت د ټغر د راټولولو وسایل تر لاسولو لپاره رامنځته کړي.

دا چې موږ ولې ونه کړای شول، چې داسې عزتمن اجتماعي، اقتصادي او سیاسي جوړښتونه رامنځته کړو، سره له دې چې پوهېږو دا ټول زموږ مکلفیتونه دي او دا کوم خیراتي او مستحب کار نه دی، چې که مو وکړ ثواب او کنه عذاب يې نشته ؛ بلکې د الله تعالی له لوري په دې کار مکلف یو، چې د نړۍ بشري پرګنې د خپل عزت د خوندیېنې لپاره موږ ته پناه راوړي! اساسي لامل يې همدا دی، چې قرآن کریم بشري نړۍ ته څومره درنښت ورکوي، هغه اصول او فارمولونه مو د تطبیق ډګر ته نه دي رايستلي.

که مو هر کله دا فارمولونه را وایستل، بیا به مو بچي د یوې مړۍ ډوډۍ خوراک، څښاک او کاليو د لاسته راوړو لپاره لوېديځ ته د مدیترانې انسان خوړونکي سمندرګي یاغي زخمو (ګرداب) بې رحمه او لېونو څپو ته نه ورغاړه وځي!

 قرآن کریم عزت بښونکي انسانان عزتمن او ذلت بښونکي ذليل ګڼي ځکه انسان په درنو دروند او په سپکو سپک وي. هر انسان چې څومره نورو انسانانو ته درنښت بښلای شي، هومره په قرآن کریم کې عزتمن دی او څومره چې نور سپکوي هومره سپک دی.

هر قوم چې د قرآن کریم د عزت اصول څومره خپل کړل، هومره عزتمن، غالب او د خیر سرچينه شول او د مغلوبولو ځواک يې له هېچا سره نشته.

نن، پرون او سبا عاقلو انسانانو ته همغه څه عزتمن، د ستاینې او مننې وړ دي، چې قرآن کریم ستایلي، منلي او ویاړلي وي.

قرآن د منځپانګې، فصاحت، بلاغت، بیان او معاني له پلوه پر هر کتاب غالب دی. تر هر کتاب پورته تر هر کتاب جامع، ګټور، لارښود او روزونکى دی. په مادي او معنوي پرمختګونو کې تر هر چا ډېر ځواکمن او برلاسی دی. د نړۍ ټولو عاقلانو ته هغه څه د ستاینې وړ دي چې قرآن کریم ستایلي دي.


No comments:

Post a Comment