لیکوال:محمدناصر حلیمي
قرآن غالب او عزتمن کتاب دی
غالب او عزتمن کتاب قرآن دى، ټول ګټور کتابونه، پاخه نظریات، رېښتني عقاید، له
همده سرچينه اخیستې او که مضر دي د ده په وړاندې مغلوب دي، ځکه چې انساني څېړنې
ورځ تر بلې وده کوي او حقایق را
برسېره کوي او قرآن کریم له حق او حقيقت پرته بل څه نه دي ويلي، همدا لامل دی چې
حقتلفه خلک ترې تښتي او حقپاله خلک ځان نږدې کوي.
یو لنډ
مثال: قرآن کریم چې د انسان د خلقت کوم مراحل یاد کړي، اوس ساینسپوهانو دا خبره
منلې ده خو تر پرونه پورې د ډاروین نظر خلکو ته د منلو وړ و چې ګوندې انسان په اصل
کې د بیزو له نسله دی.
ډاروين د
پیدایښت د پیل موندنې څېړنه د الحاد په تورتم کې وکړه. د څېړنې په جریان کې يې سمې
او ناسمې لاس ته راوړنې درلودې. تر ډېر وخته پورې خلکو په پټو سترګو د ده نظر مانه،
اما وروسته يې د څېړلو له لارې له قرآن کریم سره مخالفه برخه د همدوی په څېړنتونونو
او لابراتورونو کې مردوده وګڼل شوه.
د
مغلوبولو ځواک يې له هېچا سره نشته. نن، پرون او سبا همغه څه د ستاينې، مننې او
وياړنې وړ او ګټور دي چې قرآن کریم پرې امر کړى دی. د بلاغت، فصاحت، بيان او بديع،
صرف، نحوې او تعبير له پلوه مادي او معنوي پرمختګونو ته د غوره لارښوونو ګټورو
اسلوبونو او په زړه پورې مطالبو د درلودلو له پلوه غالب
دی. پر هر ډول ادبياتو اديبانو او فرهنګ باندې غالب دى.
د ساینسي
موضوع ګانو، د تجاربو، نظر او تيورۍ د ثبوت له پلوه غالب دی. د تاريخ په بهیر کې د
مسلمانانو د غلبې او مغلوبيت په دور کې هر فرهنګ چې له قرآن کریم سره ټکر کړى، په
قرآن کریم کې ويلي شوي دي چې تاريخ يې بې شمېره
مثالونه لري.
نوى
مسلمان شوى ابراهيم خليل احمد[1] چې له آره مسیحي و، په لوېدیزو پوهنتونونو کې
يې زدکړې کړې، وايي: «وللمسلم أن يعتز بدينه، فهو كالشمس: تشرق على المسلمين وغير
المسلمين. وللمسلم أن يعتز بإسلامه، فهو كالهواء النقي: لا يستغنى عنه الخلق، ولا
حياة لهم بدونه. وللمسلم أن يعتز بقرآنه، فهو كالماء: فيه حياة لكل من نهل منه».[2]
(مسلمان
باید خپل پت پخپل دین کې
وپلټي، ځکه چې قرآن کریم هغه لمر دی، مسلمان او
نامسلمان ته لارې رڼوي. مسلمان باید پر اسلام ویاړمن وي ؛ قرآن
کریم ټولو خلکو ته هغه پاکه هوا
ده چې بې له دې ژوند نه کېږي. مسلمان باید پر قرآن کریم وویاړي، څوک چې له دې چینې
خړوبیږي ژوندی کېږي).
کېدای شي دا خبره د عمر بن خطاب رضي الله عنه د هغې
وینا شرح وي چې وايي: (نحن قوم أعزنا الله بالإسلام، فمهما ابتغينا العزة في غيره،
أذلنا الله)[3]. (موږ ته الله تعالی په اسلام عزت راکړ، څومره
چې له اسلامه په بل څه کې عزت غواړو، الله تعالی مو خواروي).
مسلمان بايد پخپل قرآن سره د درناوي احساس وکړي. دا یې د
ژوند لپاره ژو وب
(آب حیات) دی، چې څوک ترې خړوب شي، ژوندی کېږي. په دې معنا چې غالب
او زورور دی. د حق، رښتیا او عدالت د غلبې اصول،
کړنلارې او سیستمونه يې موږ ته راښودلي دي، هغه انسان، مذهب او تنظیم چې د فکر، وینا،
عمل او تشکیل له مخې په تطبیقي بڼه د قرآن کریم لپاره کار کوي او زیار ګالي، قرآن
کریم دا ځانګړنه لري او د دې وړ دی، چې داسې خلک، ټولنې، کادرونه د عزت هسکې مرحلې ته ورسوي.
قرآن د مؤمن په
زړه کې د حق، عدالت او علم د غلبې روحيه پالي او په عقل کې ورته طرحې او پلانونه ايجادوي، چې باطل، ظلم، جهل او ذلت، نور عوامل په نطفه کې شنډ کړي. د قرآني مؤمن د ژوند هدف همدا دی، چې حق او حقایق، پر
باطل او درواغو غالب شي، چې د باطل پالو او دروغجنو خلکو افکار او سیستمونه همېشه مغلوب او تس نس وي.
د سیاسي، اقتصادي،
فرهنګي او اجتماعي عزتمنو اهدافو د ترلاسولو لپاره سپېڅلې کړنلار، پاک خلک او
عزتمنې لارې چارې خپلې کړي. مؤمن حالات او شرایط څېړي او سپړي، چې ولې د بشري
پرګنو بشپړ اکثريت د مظلومیت، فساد او وحشت له امله د کړاو ژوند او په ویر ترخې شپې ورځې ګالي او دروند انسان پکې سپک شوى دی. په داسې حال کې چې الله
تعالی زمکې ته مستقر، آرامځای او متاع يعنې د ګټې وسيله وايي. څنګه کېدای شي، چې افراد عزتمن، له ټيټو او
بې ارزښته چارو او ويناوو لاس په سر شي؟
[1]. ابراهيم خليل په
اسكندريه كې په ۱۹۱۹م کې زېږېدلی دی. د عیسوي دین مبلغ او د اسلام پر ضد
پروپاګنډچي و. د مصر په لاهوت او د امریکې په پرنستون پوهنتون کې يې د لاهوت په
پوهنځیو کې په علم لاهوت کې زدکړې وکړې. په اسویط پوهنتون کې استاد و. په اسلام کې
یې ژوره څېړنه وکړه او مسلمان شو ، لاندې لیکنې یې ډېرې ارزښتناکې دي: (محمد په
توراة ، إنجيل او قرآن کې) ، (ختیځپوهان ، عیسوي مبلغین په عربي او اسلامي نړۍ کې)
او(د بني إسرایيلو تاريخ).
[2]. خلیل ابراهیم ، محمد في
التوراة والإنجيل والقرآن ، ص 64.
[3]. حليمي محمد ناصر د قرآن
علمي اعجاز ، ص 231.

No comments:
Post a Comment