د زړه په مینه د ګټورو ويناوو اورېدل


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د زړه په مینه د ګټورو ويناوو اورېدل

      غوږونه باید داسې وروزل شي، چې له ګټورو خبرو خوند او پند واخلي، څومره چې واوري هومره د نورو آورېدو ته وهوسېږي.

«عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَنْ يَشْبَعَ الْمُؤْمِنُ مِنْ خَيْرٍ يَسْمَعُهُ حَتَّى يَكُونَ مُنْتَهَاهُ الْجَنَّةُ». ( له ابي سعيدالخدري(رضي الله عنه)نه روايت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وويل: مؤمن جنت ته تر رسېدا د خیر په خبرو نه مړیږي ».

«عن ابن عباس قال، قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: أهل الجنة من ملأ أذنيه من خير سمعه وأهل النار من ملأ أذنيه من شر سمعه».[1] له ابن عباس نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: جنتي هغه دی چې له ښو خبرو خپل غوږونه ډکوي او دوزخیان خپل غوږونه له بدو خبرو ډکوي».

د عزتمنو پرګنو يوه نښه داده، چې د دوی ويناوې او اورېدنې ښاېسته، درنې، خوږې، په زړه پورې او ګټورې وي هر انسان د خپلې وړتيا د درنښت په پرتله درنې خبرې کوي او اوري. هومره پراخې طرحې عملي کوي، څومره چې زړه سواندی وي هومره د کونډو، رنډو، يتيمانو، بېوسو او بېوزلو خبرې اوري.

د دې څلورو ځانګړتیاوو خاوندانو ته الله تعالی هدايت موندونکي او عاقلان ويلي دي، چې دوى عزتمن، غالب، برلاسي او پتمن خلک دي. دوی او د دوی ټولنو ته ذلت، خواري او سپکاوی لار نشي موندلای. داسې قوم د اعتقاد، عبادت، سياست، اقتصاد، صنعت، زراعت له پلوه درانه، ګټور او بريالي خلک وي.

له پورته احادیثو څخه معلومېږي چې مسلمان باید ډېرې خبرې واوري، خو د عمل لپاره ترې ډېره غوره او ګټوره خبره غوره کړي. یو څوک چې د ګلو باغ ته ورځي، په ټولو ښکلو ګلانو کې يو څو ښایسته ګلان انتخابوي، همداسې مسلمان بايد په شمېر له درنښته ډکه خبره په ډېرو ښو خبرو کې ولري.

 هر عاقل او له قرآن کریم نه باخبره انسان مني، چې قرآن کریم د ټولو ښو ویناوو او غوره خبرو سرچينه ده، د انسان مادي او معنوي برخې د کمال او جمال هسکې مرحلې ته رسوي، پر دې خبرو عمل بشريت ته په فردي او اجتماعي توګه پرمختګ او سرلوړي ورکوي، د دغسې درنو، ګټورو، سپېڅلو او نېکمرغه ویناوو په اړه بې اعتنايي کوونکی د الله تعالی په مختلفو، ګڼو او راز راز عذابونو اخته کېږي.

«إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ (٤١) لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ(٤٢)».[2]

(هغوی چې له ذکره انکار کوي او په داسې حال کې ورته دا ذکر راشي، چې دا عزتمن کتاب دی، باطل يې مخې اوشاته نشي راتلای، دا د حکیم او حمید الله تعالی له خوا را لېږل شوی کتاب دی. باطل نه مخامخ پرې راتلاى شي، نه د شالخوا، دا د يو حكمت وال ستايلي ذات نازل كړى كتاب دى).



[1]. ابوبکر ، أحمد بن الحسين بن علي بن موسى الخُسْرَوْجِردي الخراساني ، أبو بكر شعب الإيمان ج 5 ص 378.

[2]. فصلت: ۴۴.


No comments:

Post a Comment