عزت قرآني هدف دی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

عزت قرآني هدف دی

د قرآن کریم نهايي هدف دا دی، چې په بشري ټولنو کې د هوا په څېر درنښت او متقابل احترام د عمل، وينا او فکر په ډګرونو کې عام شي او د درنښت نښې د هر چا په اننګو کې وځلېږي. د ذلت کچه ورکه او په سپکو چارو پسې هڅه تته شي.

هېڅوک د هېچا د خوارولو او د ځپلو اراده ونه لري او هېڅوک د بل په عزت کې خپل ذلت ونه لټوي. په قرآن کریم کې دا ټول نظامونه شته. تر ډېره بریده اسلامي پوهانو پرې فکر هم کړی او په کتابونو کې هم کښل شوي خو خبره تطبیق ته پاتې ده!

ځکه چې تطبيقي قرآن بشري سعادت تضمينولاى شي، نه زده کړه ييز قرآن. په بشريت کې باید د تطبیقي قرآن په نامه، يو نوى فکري طرح او تشکيلاتي مکتب ایجاد شي، چې د قرآن کریم په معنا پوهېدنه او تطبيق له وړکتونه تر پوهنتونه د عقلي، عاطفي او جسمي عمر په پامنیوي له جنسي توپير پرته قرآني مفاهیم له علمي سیستمونو سره سم په مسلکې بڼه زده کوونکو، محصلينو او څېړونکو ته وړاندې کړي.

د بشريت د عزت، ژغورنې، پوهونې او ويښونې لپاره داسې سيستم ايجاد شي، چې عقل پاله، ټولنپاله، فردپاله وي، داسې چې ټولنو ته نېکمرغي، وګړو ته هوسا ژوند ور وبښي او دې مکتب ته د نړۍ د نرمو زړونو، رڼو عقلونو او په ټولنيزو ستونزو دردمن زړونه جذب شي.


No comments:

Post a Comment