لیکوال:محمدناصر حلیمي
د عزت کړنلار
د یوسف
غوندې عزتمن ځوانان باید وروزو، چې په ښکليو ماڼيو کې د زنا تر ذلت د زندان تورتمونه غوره وګڼي. د کسات پر ځاي د
بښنې له لارې ځان او غليم ته عزت وبښي. د ملت حیثیت له رندانو او مال له لوټمارو
څخه وژغوري او د سپېڅلو پوهانو له لارې ورته د عادلانه وېش مخه برابره کړي چې عام
خلک د لوږې او بېوزلۍ د ذلت په دام کې ښکېل نه شي.
د موسی
علیه السلام غوندې د عزت احساس پیدا کړي چې د فرعون غوندې قاتل وېره هم په زړه کې
و نه لري، د موسی علیه السلام مور چې د تربیت کوم عزتمن مراحل تېر کړل، همغه مراحل
باید د باکيفيته نسلونو د ايجاد لپاره تېر کړو. د موسی علیه السلام له عزتمنو چارو سره یې اصلي ریښه چې مور
يې یادېږي.
دې ته موږ
ځیروي، چې عزتمنه مورولي رامنځته کول د عزتمنو قیادتونو د رامنځته کولو بنسټ عزتمنه او عالمانه
مورولي ده، تر هغه
چې مورولي عزتمنه نه شي، ټولنې د رښتينې عزتمندۍ ساه هم نشي اخېستى.
د
پېغمبرانو د تربیت پړاوونه په علمي توګه ولوستل شي او له تومنې (نطفې) نه تر ځوانۍ
پورې چې کوم روزنیز پړاوونه پرې تېر شوي، هغه پړاوونه باید د باکیفیته نسل د ایجاد
لپاره ووهو.
د
ماشومانو وهل او رټل قانوني جرم وګڼل شي، عاملین باید شدید مجازات او د محکمې لخوا
په بند محکوم او د ځانګړې سزا د ټاکلو لپاره باید قوانین تطبیق شي، ځکه په وهلو
سره ماشوم د سپکاوي احساس کوي. د مریېنې روحيه پکې وده کوي. د غلامۍ په احساس
روږدي خلک که څومره هم دین زده کړي، بیا هم د آسماني احکامو له تطبیقه تښتي ؛ ځکه
چې د قرآني آیتونو پلي کول د هوس، ړندو احساساتو، خلکو او نفسي غوښتنو له غلامۍ
څخه په ازادۍ سرته رسېږي، نه په مرییتوب.

No comments:
Post a Comment