عزت بښانده قوم عزتمن قوم دی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

عزت بښانده قوم عزتمن قوم دی

قرآن عجیب تعبیر لري، کله چې په قرآن کې دا آیت لولم چې الله، پېغمبر او مؤمنان عزتمن دي او منافقان نه پوهېږي، پر ځان او پخپل ایمان وډار شم او لاندې خبرې مې په زړه کې ګرځي، چې الله تعالی عزتمن دی، ځکه چې د ټولې نړۍ واکمن دی، پېغمبر هم عزتمن و، عزتمن ژوند یې وکړ، د نړۍ مسلمانان چې لاس لاندې، سپک او اړ ژوند لري او له دې ناورینه د دوی د ژغورنې پر عاملینو، لاملونو، امكاناتو، سيستمونو او بنســټونو نه پوهېږم دا هم نفاق دی؟.

مسلمان قوم ته سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي، امنیتي عزت بښل د ایماني ژمنو یوه بنسټیزه غوښتنه ده؟.!

هغه خلک چې پخپلو کړنو، غلطو او اجیرانه تبصرو مسلمانان په شعوري او غیر شعوري توګه د اقتصادي، سياسي او اخلاقي ذلت په لومو کې نښلوي، دوی تر منافقینو ډېر بد دي؟!

هغوی چې د مسلمانانو صفونه سره جلا کوي، هغه چاودونه او خالیګاوې چې د اختلاف له لارې په دې ملت کې رامنځته کېږي دوی تر منافقینو ډېر بد دي؟

عن أبي بكر الصديق رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا يحل لمؤمن أن يذل نفسه. قيل: وما إذلال نفسه يا رسول الله؟ قال: يعرض نفسه لإمام جائر [1].

( له ابوبکر صدیق رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مؤمن ته حلال نه دي چې خپل نفس ( عقل، روح او جسم) ذلیله کړي، هغوی وویل: د نفس ذلیلول څه معنا لري؟ هغه وویل: خپل نفس ځوروونکي مشر ته وړاندې کوي).

نبوي مشري دا ده چې څوک ورسره ملګری شي باید په عقلي، عاطفي او جسمي لحاظ پیاوړی او ټولنې لپاره د خیر چینه او د پرمختګ ذریعه شي.

په بل روایت کې داسې راځي چې رسول الله وویل: « يتعرض من البلاء لما لا يطيق»[2].

هغه کار ته ځان وړاندې کوي چې په کره بڼه یې نشي ترسرولای.

په بل روایت کې داسې راځي چې رسول الله وویل: «يتعرض من البلاء لما لا يقوم له».

هغه کار ته ځان وړاندې کوي چې پرې درېدای نشي.

هغه ګوندونه او ګوندي مشرانو په اړه به څه ووایو چې پخپلو پلویانو ځان ته زنده باد وايي.

تردې وړاندې چې موږ نړۍ جوړه او یا له نورو ولسونو څخه شکایت وکړو باید خپل عقل، روح او جسم ته مصؤونیت او پرمختګ ورکړو.

له هغو خلکو، برنامو، سیستمونو او ایزمونو څخه ځانونه وساتو چې موږ د ذلت په غوړمبۍ کې ښکېلوي.

له موجوده اسارته د بشری پرګنو ژغورل د مسلمانانو اساسي دنده ده.

زه اوس پوه شوم چې ولې پېغمبر اکرم د اسلام سره د تعهد یو شرط مسلمان پالنه ګڼله، يواځې پر اسلام پالنه بيعت نه کاوه راځئ د بخاري شریف دې حدیث ته ځیر شئ، چې یو صحابي راځي رسول الله ته وايي په اسلام درسره بیعت کوم، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وايي، په دې شرط چې هر مسلمان ته خیر وغواړې، هر مسلمان ته د پرمختګ ذریعه شې، لاندې احادیثو ته په غور ځير شئ او هېڅکله مسلمان له مسلمان څخه په مذهبي او ګوندي پلمو مه جلا کوئ!.

پېغمبر ﷺ دین داسې را پېژني: «الدِّينُ النَّصِيحَةُ: لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ».[3]

( دین الله تعالی ته، پېغمبر ته یې، د مسلمانانو مشرانو او عامو وګړو ته خیر غوښتل دي ).

دين د الله، پېغمبر، مشرانو او عامه خلکو ته خير غوښتنه ده.

« عَنْ جَرِيرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ البجلي رضي الله عنه قال: بَايَعْتُ رَسُولَ اللَّهِﷺعَلَى إِقَامِ الصَّلاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالنُّصْحِ لِكُلِّ مُسْلِمٍ».[4]

(له جرير رضي الله عنه بن عبدالله نه روايت دى، چې وايي: له رسول اللهﷺسره مې د لمانځه په کره او پوره ادا، زکات او هر مسلمان ته پر خیر غوښتنې بيعت کړی دی).

«وعنه رضي الله عنه قال: إِنِّي أَتَيْتُ النَّبِيَّﷺقُلْتُ: أُبَايِعُكَ عَلَى الإسْلامِ، فَشَرَطَ عَلَيَّ:«وَالنُّصْحِ لِكُلِّ مُسْلِمٍ». فَبَايَعْتُهُ عَلَى هَذَا. [5]

(او له همده نه روايت دى، چې وايي :پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، چې په اسلام ورسره بيعت وکړم، هغه راباندې دا شرط کېښود چې :«هر مسلمان ته به خیر او ښېګڼه غواړې).

جرير بن عبدالله رضي الله عنه ورته وايي چې پر اسلام درسره بیعت کوم هغه ورته وايي په دې شرط چې د اسلام پالنې ترڅنګ مسلمانپاله ووسې، متاسفانه چې زموږ د ټولنیز جوړښت کې اسلامپالنه پیاوړې او مسلمان پالنه مو له پامه غورځول شوې، تته او مضره ده.

عمر بن خطاب رضي الله عنه چې عقل او روح يې په قرآني او نبوي لارښوونو خړوب شوی و، د پورته روایاتو عملي فرمان ټول ملت ته د صلاحیتونو او اصلاحاتو په چوکاټ کې داسې وړاندې کوي, چې دا پيغام باید د هر واکمن پر میز لیکل شوی وي: « عَنْ أَبِى فِرَاسٍ قَالَ: خَطَبَنَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فَقَالَ فِى خِطْبَتِهِ: أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّى لَمْ أَبْعَثْ إِلَيْكُمْ عُمَّالِى لِيَضْرِبُوا أَبْشَارَكُمْ وَلاَ لِيَأْخُذُوا أَمْوَالَكُمْ وَلَكِنْ بَعَثْتُهُمْ لِيُعَلِّمُوكُمْ دِينَكُمْ وَسُنَّتَكُمْ فَمَنْ فُعِلَ بِهِ غَيْرَ ذَلِكَ فَلْيَرْفَعْهُ إِلَىَّ فَأُقِصَّهُ مِنْهُ أَلاَ لاَ تَضْرِبُوا الْمُسْلِمِينَ فَتُذِلُّوهُمْ وَلاَ تَمْنَعُوهُمْ فَتُكَفِّرُوهُمْ وَلاَ تُجَمِّرُوهُمْ فَتَفْتِنُوهُمْ وَلاَ تُنْزِلُوهُمُ الْغِيَاضَ فَتُضَيِّعُوهُمْ».[6]

(له ابو فِرَاس نه روایت دی چې عُمَرُ بْنُ الْخَطَّاب رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ پخپله خطبه کې داسې وویل: « ای خلکو! خپل کارمندان د دې لپاره نه درلېږم چې ستاسو بدنونه ووهي[7]، یا ستاسو مالونه وخوري، فقط د دې لپاره یې دراستووم چې دین او د ژوند تګلارې دروښيي، که کوم کارمند له دې دوو پرته بل څه وکړل ما پرې خبر کړئ چې غچ مو ترې واخلم.

خبردار شئ! مسلمانان مه وهئ چې بیا ځان سپک ګڼي، د پرمختګ او کاربار مخې ته يې مه خنډ کېږئ چې بیا به مو په لوی لاس کافر کړي وي، په تیږو مه وهئ چې جنجالونه به درته را ولاړ کړي، په فقر یې مه اخته کوئ چې له لاسه به یې ورکړئ).

د الفت خبره ده چې: دوه جنازې له یوه روغتونه وځي، یو په ډېرخوراکۍ مړ او بل په بې خوراکۍ.[8]

مولانا الیاس رحمه الله ته دې الله تعالی قبر په رڼاګانو روښانه کړي چې (اکرام مسلم) پخپلو روزنیزو برنامو کې داخل کړ، زما په اند د دوی د منتجو چارو او سپېڅلي دعوتي بریاوو یو لامل دا دی چې دوی د اسلامپالنې او مسلمانپالنې انډول وساته. نو د اسلامي فکري مکتبونه له همدې تشې سره مخ دي.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم سره زموږه مسلماني ډېر توپيرونه لري، يو توپير يې دا دى، چې هغوى اسلام او مسلمان ته ځان ژمن ګڼه او موږ يوازې اسلام ته ځان ژمن ګڼو، که پر اسلام څوک نيوکه کوي، يا د اسلامي شعايرو سپکاوى کوي، پارېږو، ليکنې کوو، شعارونه ورکوو، لاريونونه کوو، خو که مسلمان وهل کېږي، بې عزته کېږي، له ښوونې او روزنې بې برخې وږی کېږي تږی او بی کوره لېږي چورت مو نه وي خراب، ما چې اسلام څومره ولوست، د اسلام دښمن او مسلمان ځپونکي دواړه د الله، رسول او مؤمنانو دښمنان او د مسلمانانو د ذلت عاملان دي.

د مسلمانانو د هر اړخيزې، علمي او مسلکي ودې او د صفونو له توحید نه پرته د مسلمان عزتمن کول او نورو بشري پرګنو ته يې د عزت سرچینه کول ناممکن دی.



[1]. متقي هندي ، علاء الدین علي بن حسام كنز العمال في سنن الأقوال والأفعال ، ج 3 ص: 802.

[2].الخطیب التبریزي ، ابوعبدالله ، ولی الدین محمد بن عبدالله ، مشکاة المصابیح رقم الحدیث: ۲۴۳۷.

[3]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل، (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري ، ج 1 ص 98.

[4]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل، (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري ، ج 1 ص 98.

[5]. البخاري ، جعفي ، محمد بن اسمعيل، (الجامع الصحيح)، صحيح البخاري ، ج 1 ص 99.

[6]. البيهقي ، احمد بن البن بن على ، بن موسى الحسرو جردي الخراساني ابوبکر السنن الكبرى للبيهقي وفي ذيله الجوهر النقي ج 9 ص 29.

[7].بشره ، پوټکي ته وايي یعنې جسمي مجازات مه ورکوئ ، د هر قوم وګړي چې څومره جسمي مجازات په ښوونیز ، کورنیز ، ټولنیز سیستمونو کې شتون لري هومره هغه قوم په سپکاوي روږدیږي او په سپکو چارو او سپکو ویناوو نه شرمیږي له درنو چارو تښتي او په وړو چارو کې ښکېلیږي.

[8] . الفت ، ګل باچا ، نثري کلیات.


No comments:

Post a Comment