لیکوال:محمدناصر حلیمي
د مسلمان د عزتمنۍ لارې چارې
رسول الله صلی الله علیه وسلم د انسان د درنښت لارې چارې
داسې ټاکي: «وَعِزِّهُ اسْتِغْنَاؤُهُ عَنِ النَّاسِ».[1] په دې حدیث کې د مؤمن
عزت په دې کې ښودل شوی چې نورو خلکو ته په سياست، اقتصاد، صنعت، زراعت روغتیا، اجتماع,
جسمپالنه، عقلپالنه، روحپالنه، د درنو موخو ترلاسونه، ویناوو، کړنو، اړيکو، خوراک،
څښاک، پوښاک، کور، ژوند، مال، پرمختیا او بریالیتوب کې پخپلو پښو ولاړ وي او
هېچاته اړ
نه وي.
په انساني ټولنو کې اړ پړ دی، ټوله نړۍ دا مني چې مسلمان
ولسونه خیرغواړی دي، بیا هم ټوله پړه پر دوی اچول کېږي، که څه هم زه تر اوسه د مسلمانانو
او مسلمان مېشتو هېوادونو د اوږدو مهاله ذلت پر اساس لامل نه يم پوهـ شوی. د
افغانستان په شل کلن دولت کې لږې داخلیانو او ډېرې غلاګانې بهرنیانو وکړې ؛ خو
اداري فساد سره د مبارزې دفتر افغانانو ته پرانستل شو، رسنۍ هم په افغانستان کې د
افغانانو په نامه مالي او اداري فساد رسنیزه کړه، لامل يې دا و چې افغانان اړ و چې
پړ و، بهرنیان او دوه تابعته افغانان چې اړ نه و، خپله پړه یې پر اړو خلکو او بې
وسو افغانانو واچوله، پښتانه وايي: تشه لاسه ته مې دښمن يې، موږ باید د مدرسو، ښوونځیو،
پوهنتونونو، مدرسو نصاب داسې جوړ کړو چې د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې پر ځان بسیا او
پر مختللي شو.
زموږ مدرسې، پوهنتونونه، روزنتنونه دا وړتيا نلري چې موږ
ته د پرځان بسيا کېدو منتجه روزنه راکړي.
مسلمان بايد دومره لوړ در ملګروي چې نا مسلمان باید د مسلمان په لاس او اخلاص درمل
شي، که یو نامسلمان له یوې زمکې نه زر کیلو حاصل آخلي مسلمان باید لس زره کیلو
واخلي، که یو نامسلمان یوه اختراع کوي مسلمان باید شل اختراعګانې وکړي، نامسلمان
چې لس یتیمان پالي مسلمان باید سل یتیمان وپالي، نامسلمان چې يو پوهنتون جوړوي
مسلمان باید لس پوهنتونه جوړ کړي، نامسلمان چې یو خدمت کوي مسلمان باید لس خدمتونه
وکړي.
او دا کار هله کېدای او یوه ټولنه پخپلو پښو هله درېدای
شي چې بشري منابعو ته داسې مسلکي وده ورکړلی شي، چې طبیعي منابع تسخیر او د هر انسان
د هر اړخیز انکشاف لپاره یې په متوازن شکل وکاروي.
[1]
.عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ قَالَ: جَاءَ جِبْرِيلُ إِلَى
النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ: «يَا مُحَمَّدُ ، عِشْ مَا
شِئْتَ فَإِنَّكَ مَيِّتٌ ، وَاعْمَلْ مَا شِئْتَ فَإِنَّكَ مَجْزِيٌّ بِهِ ، وَأَحْبِبْ
مَنْ شِئْتَ فَإِنَّكَ مُفَارِقُهُ ، وَاعْلَمْ أَنَّ شَرَفَ الْمُؤْمِنِ قِيَامُ
اللَّيْلِ ، وَعِزِّهُ اسْتِغْنَاؤُهُ عَنِ النَّاسِ». (له سَهْلِ
بْنِ سَعْد نه روایت دی چې
جبراییل علیه السلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته وویل: محمده! څه
ډول ژوند چې غواړې همسې وکړه ، ځکه چې هرومرو مړ کېږې ، څه چې کوې هغه وکړه بدله
یې هرو مرو درکول کېږي ، چا سره چې دې خوښه وي مینه وکړه هرومرو ترې جدا کېږې ؛خو
په دې پوه شه چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه کې دی او عزت یې په دې کې دی چې نورو
ته اړ نه وي).

No comments:
Post a Comment