لیکوال:محمدناصرحلیمي
ذلیل انسان د دولت شتمني غلا کوي
ابوبکر رضي الله عنه خپل باغ دولت ته ورکوي.
زموږ په ټولنه کې متأسفانه د ملي شتمنيو تروړل ظلم او د زمکو غصبول عیب نه ګڼل کېږي. زموږ د ټولنې غاصبان
هسکه غړۍ ګرځي. زموږ د ټولنې تروړونکي د تروړنې له سلګونو لارو کار اخلي. په دې لار کې له مقام نه ګټه، دروغ، د
دروغو شهادت، په نارواو ګټو کې د چارواکو شریکول، د قضاء د مقام سپکول او داسې
نورې بدرنګې بڼې پکار اچول.
د ابوبکر رضي الله عنه مېرمنې ورته وویل: بدن دې کمزوری شوی،
د اوړو شیره درته پخوم. هغه ورته وویل: سمه ده. مېرمنې یې له هغو اوړو څخه چې هره
ورځ د عامو مسلمانانو هومره ورته ورکول کېده یوه یوه لپه بېلوله. څو ورځې وروسته
مېرمنې ورته وویل: د شیرې لپاره مې اوړه پوره کړه، نورو توکو ته اړتیا ده.
ده ورته
وویل: دا اوړه راوړه چې څومره دي. دا چې اوړه يې راوړه، مستوفي ته يې یووړه او ورته یې وویل: په دومره وخت
کې مې دومره اوړه له ضرورته زیات وړي بیه يې څو کېږي؟ هغه د ده د شخصي باغ د
نیمايي بیې هومره حساب کړ. د هغه د شخصي باغ[1] نيمايي برخه يې په ملي شتمنۍ کې داخله کړه ؛ خو
اوس چې لوټماران د لکونو انسانانو د بې کوره کولو پړه پر غاړه لري، هم قرآن کریم
ته ځان منسوبوي.
عمر رضى
الله عنه ابو عبیده بن جراح رضى الله عنه ته ۴۰۰۰ څلور زره دیناره واستول او
استازي ته یې وویل: وګوره چې دوی څه کوي؟ ابو عبیده رضى الله عنه ټولې پیسې پر بیوزلو ووېشلې. معاذ د
خپلو اساسي اړتیاوو لپاره ترې یو څه واخیستې او نور يې پر غریبانو ووېشلې. استازي
عمر رضى الله عنه ته جریان واوراوه، عمر رضي الله عنه وویل: «الحَمْدُ للهِ
الَّذِي جَعَلَ فِي الإسلام من يصنع هَذَا».[2] (خدایه شکر
چې په اسلام کې يې داسې خلک پیدا کړل چې داسې کارونه کوي).
د عمر بن
عبدالعزیز رضي الله عنه کور ته یوه
ښځه راغله چې د کور لوښي يې ولیدل، بېرته ووته، عمر ورته وویل: ولې بېرته ستنه شوې؟
هغې وویل: زما کور ستا تر کوره ډک دی. عمر ورته وویل: ما خپل کور تش کړ، ځکه ستا
کور ډک شو.
موږ پخپله
ټولنه کې د داسې ټيټ همته زور واکي ګورو چې خپل
مظلوم ولس یې لوڅ، لغړ کړ، د بېوزلي ولس وچ هډوکي یې وشپېلل او بیا هم د تدین او
تمدن شعارونه زمزمه کوي. مغرض پوهانو او بېوسوناپوهانو ورته په ړندو احساساتو لاسونه وپړکول او د تکبير
سپېڅلي کلمات يې د ده د شومو اهدافو لپاره زمزمه کړل.
عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه ولې له ملت زبېښنې او ولس
ځپنې کار وا نه خیست، ملت يې وپاله او ولس يې ونازاوه، حکومت يې داسې لوړو پوړیو
ته ورساوه، چې خیرات او زکات اخستونکي پکې نه پیدا کېدل.
سپک
چارواکي هله د درناوي احساس کوي چې ملت يې وږی، تږی، ناپوه، ظالم، بې اتفاقه، خوار
وزار، کډوال، تر پردیو لاس لاندې، کبرجن، بد اخلاقه او بد عمله وي او عزتمن
چارواکي هله د عزت او درنښت احساس کوي، چې ولس او دولت يې مسکینپال، یتیمپال، علمپال،
عدلپال وګړي پکې، ښوونیز، روزنیز او ټولنیزې نېکمرغۍ تضمینوونکي
سمبالنه، رهبري او فعاليتونه وي.
قرآن په
همدې معنا عالي دی
[1]. هغه غاصبان چې د ایمان
له دعوې سره سره عامه شتمنۍ د افغانستان د قضايي او اداري فساد نه په ګټنه شخصي
کړې ، بیا یې هم له الهي عذاب او محاسبې نه يې سترګه نه سوځي.
[2]. الذهبي ، الامام شمس الدين
محمد بن أحمد بن عثمان، سير أعلام النبلاء ، ج۳ ، ص ۱۴.

No comments:
Post a Comment