لیکوال:محمدناصرحلیمي
حيرانوونکې کېسې عزت سرچینې
په تاریخ
کې عاقل انسان ته د تعجب مهم ټکی دا دی، چې ظالمو او جاهلو خلکو هم ځانونه د اسلام په ښایسته نومونو ستايلي دي. په داسې حال کې قرآن کریم په انسان کې د زده کړې او عزت احساس لوړوي او ذوق يې داسې روزي، چې
خلکو ته تل عزت، خیر او برکت ورسوي. د ژوند په مختلفو اړخونو کې
له مادي او معنوي پرمختیاوو خوند واخلي.
امام
ابوحنیفه رحمه الله خپل تجارتي شریکوال ته وویل: مال د عیب په ښودو خرڅوه. شریکوال
یې یو ټوکر خرڅ کړ ؛ خو عیب یې ونه وایه. امام ورسره شراکت پرېښود. پانګه، ټوکر او
ګټه يې پر بېوزلو ووېشله [1].
د اسلام
په تاریخ کې د لوړو علمي، اخلاقي او اجتماعي نظامونو په زرګونو لوړې بېلګې لرو چې
انسانيت يې د انساني ارزښتونو لپاره معیار، موخه او بنسټ دی.
[1]. په دې اړه وګورئ! حيات
الصحابه مولینامحمد يوسف كاندهلوي رحمه الله. فضايل الصدقات او فضايل اعمال مولينا
زكريا رحمه الله.

No comments:
Post a Comment