بی همته پوهان د فرعي اختلافاتو مخکښان


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

بی همته پوهان د فرعي اختلافاتو مخکښان

څومره چې د یو عالم همت لوړ وي ؛ هومره هڅه کوي چې انسانان له حرامو وژغوري او فرایض په کره او پوره بڼه ادا کړي. په ټولنه کې عدل ځواکمن او د ظلم ټول سیستمونه او ډولونه مات شي. ټولنه د ټولنيزو ګټو پر محور د عالمې او خواخوږې شورا له خوا د پرمختګ هسکو پوړيو ته ورسېږي. ټيټ همته عالمان خپل پياوړي شخصيتونه د ګوندي چوتار او مذهبي ناندريمار په توګه وړاندې کوي. کاینات تسخیر او انساني اړتیاوې د عزت نفس د خوندي کېدو له لارې هوارې شي، انسانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ارام، ډاډمن او عزتمن شي.

ټیټ همته عالمان د فرعي او ناندریزو موضوعګانو په تایید او رد کې خپل قیمتي وخت او خپل پلویان ضایع کوي.

مالک بن انس رحمه الله د اسلام د یو ستر مذهب مؤسس دی. ده ته د وخت پاچا (هارون الرشید) داسې مخه ورکوي، چې مذهب يې ترویج او پلویان یې تر نورو مذاهبو زیات شي.

امام مالک بن انس رحمه الله د لوړ همت او عزت نفس خاوند و. هغه ونه غوښتل چې فرعي موضوعګانو ته لمن ووهي او خپل شرعي برداشتونه پر خلکو د شتمن واکمن په ملي پانګه د زر او زور له لارې ومني.


No comments:

Post a Comment