د عزتمن عالم کیسه!


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

د عزتمن عالم کیسه!

مالك بن أنس وايي هارون الرشید راته وویل: موطأ به په کعبې پورې ونښلوم او خلک به يې لوستلو ته اړ کړم، هغه رحمه الله ورسره موافقه ونه کړه او ورته یې وویل: (په کعبې پورې د موطا د نسبولو په اړه باید ووایم چې د پېغمبر ﷺ اصحاب رضى الله عنهم په فرعي موضوع ګانو کې مختلف نظریات لري او د نړۍ مختلفو سیمو ته تللي دي او د هر یوه خبره سمه ده»[1].

زما په نظر د فرعي اختلافاتو یوه انګېزه د اختلاف پاروونکي عالم ذلیلانه احساس دی او شاته ملاتړ یې د تل لپاره هغه ظالم او پخپلو هوسونو کې ډوب چارواکي دي
چې د فرعي اختلافاتو د پارولو له لارې خپل جنایتونه او د ولسونو دردونه له
خلکو هېر کړي.



[1]. ابن سعد ، محمد بن سعد بن منيع الزهري ، الطبقات الکبری ، ج 6 ، ص 332. عربي متن يې:«أما تعليق الموطأ في الكعبة فإن أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم اختلفوا في الفروع و تفرقوا في الآفاق وكل عند نفسه مصيب».


No comments:

Post a Comment