لیکوال:محمدناصرحلیمي
کله چې ایماني عزت له لاسه ووت
د ايماني
همت پريښودونکی د ونې هغه وچ ډډ دی، چې نړۍ یې له تازه څانګو، ښایسته ګلونو او سیوري څخه ګټه نشي اخیستی.
پېغمبرﷺد
ژوند په ټولو برخو کې د نړۍ استاد و. امت یې مکلف و چې د نړۍ د استادۍ عزتمن او
درانه بار ته يې اوږه ورکړې وای ؛ خو متأسفانه چې د نړۍ په اکتشافاتو کې پخوا
استادان وو او اوس په شاګردانو کې هم نه راځي. که څه هم اوس په اسلامي نړۍ کې
مؤمنو دماغو او ژمنو زړونو کې د علم لمرونه را ختلي دي ؛ خو د کمیت او کیفیت له
پلوه کافي نه دي.
کله چې
ايماني همت له لاسه ووت، له محرماتو نه یې د ځان ژغورنې، د فرایضو د ادا او
مسؤولیتونو د کره اجرا اتلان له لاسه ورکړل او په استحبابي اختلافي موضوع ګانو او
هوسپالو سیاسي اختلافاتو کې ونښتل. داسې سیاسي جوړښت رامنځته شو چې مسلمان د
مسلمان له خوا کمزوری شو، اجتماعي او سیاسي ځواکمن جوړښتونه له منځه لاړل.
مسلمانانو
باید د کایناتو له هرې ذرې څخه د انسانانو او حیواناتو د ژوند دلا ښه والي لپاره د
ګټې لار ایستلې وای. متأسفانه چې دوی په دې لار کې پاتې راغلل، د امکاناتو راسپړل ؛
خو لرې خبره ده، له شتو امکاناتو نه د ټولګټو چارو لپاره هم ګټه نشي اخېستى. پر
نور بشر مهرباني او پېرزوېنه خو پرېږده، خپله ټولنه يې په رحم ونشوه پاللای. همدا
اوس په پراخه دښته یو ښکرور خېټور خېټه واچوي، ځان میلیونر او په
زرګونو کورنۍ بې کوره کړي، عدلي او قضايي ارګانونه هم د خپلو شخصیتونو په پلورلو
له غاصبانو سره جوړجاړی وکړي، چې ستره انګېزه يې د ايماني همت تتوالى او نشتوالى دى.
بشري، طبیعي
سرچينې او کاینات باید د مسلمان په واسطه دومره پرمخ تللی وای چې اوس د علمي، اخلاقي
او اقتصادي فقر ټغر ټول وای او ایماني رڼا د قاطع اکثریت انسانانو په زړونو کې
ځلانده او عالي اخلاق پر ټولې بشري نړۍ ځواکمن وای.
که
مسلمانانو قرآني همت او ایماني بروالی له لاسه نه وای ورکړی او د بشري نړۍ په اړه
یې دعوتي مسؤولیت ادا کړی وای، په مستعمره هېوادو کې به چنګېزي، انګريزي، شاهي او
اسلامي خونړي جنګونه نه وای رامنځته شوي.
په تاریخ
کې به د حجاج، چنګیز، انګرېز، ناپلیون، هېټلر، تیمور، لېنن، ستالین، ... غوندې ستر
ستر جنایتکاران نه را منځته کېدل.

No comments:
Post a Comment