لیکوال:محمدناصرحلیمي
قرآني شخصیت بشري پرګنو ته عزت بښي
هیدیکي
توچو د جاپان ملحد صدراعظم د اصلاحاتو او پرمختیاوو په نامه پنځه میلیونه خلک ووژل.
لیوپولد
چې عیسوي مذهبه و، د افريقا هټلر نومول شوى، د وژنې او ديني لمسون پر بنسټ يې د
(کوانګو) خلک یې ووژل او ملي شتمني يې ترې ولوټله. دومره لاسونه
يې غوڅ کړل چې هېواد يې د (بې لاسو) په نامه ياد شو او لس ميليونه وګړي يې له خوار
ځواکۍ او نورو امراضو مړه شول.
ملحد
ادولف هتلر شل میلیونه خلک ووژل.
ستالین ۳۴
میلیونه خلک ووژل. ماوتسي تونګ د اوسني چين مؤسس
پنځوس میلیونه خلک ووژل.
بریجژنیف
یو نیم میلیون خلک ووژل. منیستو اوولس لکه خلک ووژل.
ملحد کیمل سونګ د شمالي کوريا ولسمشر دوه میلیونه خلک ووژل. پول پوت د کمبوديا ولسمشر دوه میلیونه خلک ووژل. ولاديمير لینن پنځه میلیونه خلک ووژل.
که پورته
کسان مؤمنان واى، د اخرت ډار ورسره واى، د بشر په حق کې يې دومره ستر جنايتونه نه کول.
په مسلمان مېشتو هېوادونو کې هم ډېر سفاکان (وینه
تویونکي) د تاریخ په اوږدو کې لرو، د پورته قاتلانو په څېر يې غندو او په اسلام کې
ورته هېڅ ډول شرعي مبرر نه لرو، قاتل، قاتل دی ولو که زر وارې هم کلمه ووايي او
ځان د اسلام ستر رهبر یا ستر خدمتګار وګڼي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په
زمانه کې چې سهوا یو نامسلمان وژل شوی دیت يې ورته منلی او ورکړی.
شورویانو پخپل
وخت جنګونو، ناټو او امریکایانو زموږ په لاس زموږ د ګل غوندې هېواد د بمونو او باروتو په
لوخړو تک تور او د غمیو غوندې شازلمیو په ناروا وژنو، زموږ مېرمنې کونډې، میندې
بورې، خویندې رنډې او بچيان یتیمان کړي.
البته د دوی تر جرم د هغو خلکو جرم کم نه دی چې د
ګوندونو او ایزمونو په نامه يې یو مسلمان پر بل وواژه.
د
انسانانو د وینو د ژغورنې لپاره یواځينۍ لار د وړ او لايقو شخصیتونو د عقلي او عاطفي قوتونو په قرآني لارښوونو
خړوبېدل دي، له دې پرته بله لار نشته. اوس هم یواځينۍ لار دا ده، چې د قرآن کریم آسمانڅکي اهداف، سپېڅلي
معیارونه او کره نظام د نوي نسل نرم زړو او روڼ اندو ځوانانو په دماغو کې ځای شي
او په دى توګه بشريت له خطرناکو کړکېچونو څخه وژغوري.
متأسفانه
زموږ په ټولنيز جوړښت کې پوهان چارواکو ته چاپلوسي او د دوی د دروازو ملنګي کوي. چارواکي باید د خپلو پوهانو په وره کې انتظار او پوهان
باید چارواکو ته د چارو د مسؤولانه ترسرولو طرح ترسيم، تشکيل په نښه او پلان کړي.
په اسلام
کې د عزت معيار، داسې ټولنيز جوړښت رامنځته کول دي، چې له مشروع لارې نه حلال خوري دومره عامه شي چې هېچاته د حرامخورۍ پلمه پيدا
نشي، د انسان خواړه چې حرام شي ؛ بیا د انسان نور
معیارونه د ارزونې وړ نه دي.
متاسفانه زموږ په ټولنه کې ډېر ـ بېوزلي حرامخواره ـ چې
مړه شي نور پوهان او لیکوالان ورته د جنت کاذب زیری ورکوي، د دې پر ځای باید د دوی
پر اولادونو غږ وکړي چې ستاسو پلار د ملت له شتمنۍ نه غلا وکړه او تاسو ته یې
بلډنګونه او مارکېټونه پرېښودل، ستاسو پلار په ویناوو کې ښه سړی و او د عمل په ډګر
کې بېچاره غل و، د غلا مال يې بېرته ولس ته ورکړئ چې په ريښتیني دنیا کې عذابونه
پرې کم شي.
مارکيټي نومونه او نا رښتیني القاب په دنیا او آخرت کې
انسان نشي ژغورلای او نه يې ذرې هومره پرمختګ تضمینولای شي.

No comments:
Post a Comment