هسکو مقامونو ته د رسېدو لار


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

هسکو مقامونو ته د رسېدو لار

خیرات ورکوونکی لاس تر خیرات آخستونکي غوره، تولیداتي هېواد تر وارداتي هېواد، بار اوړونکی تر د اوږو بار، جنجال حلوونکی تر جنجال پارونکی، ولاړ تر ناست، روان تر ولاړ غوره دی.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ :« لأَنْ يَغْدُوَ أَحَدُكُمْ فَيَحْتَطِبَ عَلَى ظَهْرِهِ فَيَتَصَدَّقَ بِهِ وَيَسْتَغْنِىَ بِهِ عَنِ النَّاسِ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يَسْأَلَ رَجُلاً أَعْطَاهُ أَوْ مَنَعَهُ. ذَلِكَ بأَنَّ الْيَدَ الْعُلْيَا أَفْضَلُ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ».

( له ابو هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: که څوک سهار مهال خس ټولولو پسې لاړ شي او پر شا يې راوړي، خیرات ورکړي او خلکو ته اړ نشي دا ورته تر سوال ځکه غوره دی چې هغوی به یا ورته ورکړي او يا نه، دا د دې لپاره چې خیرات ورکوونکی لاس تر خیرات اخستونکي غوره دی او خپلې کورنۍ ته اول خواړه ورکړه).

اسلامي امت هله د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې هسکو مقامونو ته رسېدای شي چې نورو بشري پرګنو ته د ښېګڼو سرچینه شي او د عمل په ډګر کې مادي او معنوي خیر ورسوي يو توليدی امت شي نه وارداتی امت .


No comments:

Post a Comment