پنځلسم فصل:لسم صفت( َآيَاتُ اللهِ)


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

پنځلسم فصل:لسم صفت( َآيَاتُ اللهِ)

آيات د آيت جمع ده، په قرآن کریم کې آيت ډېر د نښې او علامې په معنا راځي، يعنې د قرآن کريم(۶۲۲۶) آيتونه بشريت ته هغه نښې دي چې د دوی پرمختګ او په شاتګ ورته ښايي او په نښه کوي، چېرته ورته سره اشاره لګوي چې دا کار مه کوه چېرته زېړه چې دلته احتياط وکړه، ځير اوسه چېرته ورته شنه اشاره لګوي چې دا کار وکړه

د کایناتو په هره ذره او د پراخو لايتناهي کايناتو په هر حرکت، سکون، غږونه، سوځول، رڼول، تورتمول، هر جوړښت او ړنګښت کې د الله تعالی د قدرت نښې دي، چې غور، دقت او سالمه استفاده ترې انسان د دنیا او آخرت په بریو او لاس ته راوړنو بریالی کوي او له ناکامېو څخه یې ژغوري، چې همدا الهي آيتونه دي. [1]

آيت یعنې نښې، آية مرکب قرآن دى، يعنې آيت له يوې کلمې نه، نه دى جوړ شوی. که څه هم ظاهرا يوه کلمه ښکاري، خو مستتر (پټ) شيان چې ترې را وباسې، جمله ترې جوړېږي. پيل و پاى لري او په سورت کې ځاى په ځاى شوى دى.

د آية جمع آي او آيات دى. په عربي ژبه کې د نښې، نښانې او معجزې په معنا دی. عامه معنا يې د قرآن کریم همغه فقرې او جملې دي، چې پاى يې په وقف سره ښه برېښي، چې د قرآن کریم د ټولو آيتونو شمېره ٦٢٣٦ ده.



[1]. معيني رحمه الله وايي ، چې آیت په دولسو معناوو سره راځي ، ده د (آیت) لغوي معنا له سیاق او سباق سره په تړاو د لغوي دلالت له پلوه تو ضیح کړې او لاندې معناوې يې را ایستلي دي:

آية البيان والحكمة: (بیان او حکمت) لکه «يَتْلُواْ عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا». (د الله تعالی ښکاره او حکیمانه خبرې درته لولي).

آية العَوْن ، والنُّصرة: (کومک او مرسته) لکه «قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ». (د کافر او مؤمنې ډلې خپلمنځي جنګ تاسوته د الله تعالی له لوري له مسلمانانو سره د مرستې یوه نمونه ده).

آية القيامة: (قیامت) لکه «وَإِن يَرَوْاْ آيَةً يُعْرِضُواْ». (که د آخرت یوه نښه ګوري ترې مخ اړوي).

آية الابتلاءِ والتجربة (ازموینه او تجربه)«لَقَدْكَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ». (دا چې د سباء قوم آرام ژوند درلود ، نورو قومونو ته ازموینه او تجربه ده).

آية العذاب والهَلَكة: (عذاب او هلاکت) «هذه نَاقَةُ الله لَكُمْ آيَةً».( دالله اوښه تاسو ته د عذاب او هلاکت نښه ده).

آية الفضيلة والرّحمة: (فضیلت او مهرباني) «فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ». (په قرآن کې د فضیلت او مهربانۍ آیتونه دي).

آية المعجزة والكرامة: (معجزه او کرامت)«تَكُونُ لَنَا عِيداً لأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنْكَ». (زموږ پخوانیو اوسنیو او ورستنیو ته معجزه او کرامت دی).

آية العظة والعبرة: (پنداو نصیحت) «لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ». (په یوسف او ورونو کې يې ټولو ته پند او نصیحت دی).

آية التشريف والتكريم: (درناوی اوعزت بښل) «وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ». (تا به د درناوي او عزت یوه نمونه وګرځوم).

آية العلامة: (نښه) «رَبِّ اجْعَلْ لِّي آيَةً».: یوه نښه راته راوړه.

آية الإِعراض والنّكرة: (مخ ګرځول او انکار کول) «وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلاَّ كَانُواْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ». (دوی ته چې د الله تعالی له لوري هره نښه راشي ، مخ ترې ګرځويځ).

آية الدّليل والحجّة: (دلیل او حجت) «سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ». (موږ به خپلې نښې دوی ته د آسمان په څنډو او د دوی په نفسونو کې دننه وښیو).

دغه دولس لغوي دلالتونه د ژوند د اعتقادي ، عبادي ، حقوقي ، اقتصادي ، حربي ، صحي ، تعلیمي ، تحصیلي ، تحقیقي ، اداري ، سیاسي ، اجتماعي ، امنیتي ، کورني نظام او حکومتي اړخونو پر محور څرخي ، چې انساني ټولنې له کړکېچ نه د ایستو لپاره همداسې قرآني تفسير ته اړتيا لري.


No comments:

Post a Comment