لیکوال:محمدناصرحلیمي
ارزښتناکې نښې
د قرآن
کريم څلورمه برخه طبيعي او بشري نښې ښکاره کوي، چې الهي
پيرزونه يې ګڼي او انسان ته وايي له کبر او مکر پرته ترې ګټه واخله. «الر تِلْكَ
اٰيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْاٰنٍ مُبِينٍ".[1] (الر- دا الهي كتاب د هرې پدیدې د کره او کوټه
پېژندونکي او څرګندوونكي قرآن کریم آيتونه دي).
په"نښه"د
آیت په ژباړلو مو ونه ويل چې د الله تعالی د قدرت نښه، ځکه چې داسې ژباړه ټول
مفهوم نشي احتوا کولاى او نه د آیت پوره موخه رانغاړلای شي.
په قرآن
کریم کې چې د آيت معنا له طبعيت سره په تړاو کوو، داسې يې تعريفوو: طبيعي او بشري
آيتونه هغه آيتونه دي چې د طبعيت په
اړه د انسان دندې په نښه کوي او دا راښيې چې طبعيت څه لپاره دى؟ څه ډول ترې کار
اخېستل کېږي او انسان يې پر وړاندې څه ژمنه لري؟
دا کتاب د
ژوند په ټولو برخو کې لیکلې نښې درکوي، چې د ژمنو، حقونو او کایناتو پېژندنې او
سالمې ګټې او د حق اداينې نښې درنه غلطې نه شي. که درنه هېرې شي، قرآن کریم لوله
چې بېرته در یادې شي.
قرآن الله
تعالی ځکه روښانه را ولېږه چې د غیبي موضوع ګانو په حواله د غلطې مشورې په ورکولو
غلط کار ته دې تش په نامه دیني مخکښان د خپلو خوښو کارونو ته اړ نه کړي[2].
قرآن د
پټو ناستو، د پټو دسیسو، بربڼدو ظلمونو او مکرجنو اېزمونو د ملاتړ کتاب نه دی. چې انسان غافله، ويده
او بې خبره، وساتي خبره يې ښکاره، موخه يې واضحه او سيستم عادلانه دی.
په نړۍ کې
به تر دې ډېره حیرانوونکې نه وي چې د قرآن کریم اویا سلنه آیتونه موږ د کایناتو د طبيعي، بشري او اجتماعي برخو څېړنې، ځیرنې او حقایقو
را ایستنې ته هڅوي او په همدې اړه راته لارښوونې او روزنې راکوي ؛ خو موږ
په دې اړه تر نورو ولسونو سلګونه ځله پخوا خبر وو ؛ خو اوس بې خبره یو. پخوا د هر
علم مخترع او کاشف مسلمان و او اوس مسلمان د غفلت په خوب ویده، د اختلاف او تعصب په
رنځ رنځور دی. مسلمانان باید په بیړه د دې درېو رنځونو درملنه وکړي چې ددغو آیتونو
د تطبیق وړتیا پیدا کړي:
(وَفِي
خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ آَيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (4)
وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ الله مِنَ السَّمَاءِ مِنْ
رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آَيَاتٌ
لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (5) تِلْكَ آَيَاتُ الله نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ
فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ الله وَآَيَاتِهِ يُؤْمِنُونَ»[3]
(يقينا په آسمانونو او زمکه کې د مؤمنانو
لپاره"نښې"دي. همدا راز ستاسو او نورو خځندو هغو ته په پيداېښت
کې"نښې"دي، چې يقين کوي، د شپې او ورځې بدلېدل رابدلېدل او هغه روزي، چې
الله تعالی له آسمانه را کوزه کړې او زمکه يې ورباندې ژوندۍ کړې ده (مړه تخمونه يې
ژوندي کړي دي) او هغو ته چې عقل پکار اچوي د بادونو په چلېدو راچلېدو
کې"نښې"دي. دا د الله تعالی نښانې دي چې موږ يې تاته په حقه سمې لولو او
بيانوو، نو له الله او د هغه له آيتونو وروسته به بله څه خبره وي، چې دوى به پرې
ايمان راوړي).
د پورته
آيت په څېر سلګونه آيتونه دي، چې په طبيعت کې مو په سوچ او ترې ګټې ته ګوماري ؛ نو جوته شوه، چې مسلمان په دوو دقيقو
څېړنو او ژورو کتنو مکلف دی: يو په قرآن کریم کې او بل په کايناتو کې، قرآن د
کايناتو په اړه د انسان فردي او اجتماعي ژمنې ټاکي او د کايناتو څېړنه د قرآني
آيتونو تطبيق ته لارسازي کوي.
کاينات
څېړنه قرآن کریم لوستنه ده او قرآن کریم لوستنه کاينات څېړنه.
اوس
پوښتنه دا ده چې که موږ مسلمانان قرآني آيتونه ولولو کاينات او طبيعت يي ونه څېړو،
له څه مشکل سره به مخ شو؟
[1]. الحجر: ۱ – ۲.
[2]. په نړۍ کې انسان چې
څومره د دين په نوم غولېږي په بل هېڅ نوم نه غولېږي.دلته فقط یو مثال یادوو: وايي چې د هندویزم Vegitarians (سابه خور) قوم ډېر پیاوړی قوم و.
دښمنانو يې وغوښته ، چې کمزوری یې کړي. د دې لپاره یې د دوى په دین کې دا خبره ننه
ایسته چې غوښه به نه خورئ. دوى په دیني لمسون همدا کار وکړ. بدنونه یې کمزوري شول
، د کارونو کچه یې ټیټه شوه او دښمن ته تسلیم شول. د دیني شعارونو له لارې انسانان
ډېر زر غولیږي؛ نو له همدې امله الله تعالی وخت په وخت پېغمبران را واستول او په
اخره کې يې قرآن داسې ښکاره او اسانه راواستاوه ، چې هر څوک پرې پوهېږي او
هېڅوک یې نه شي بدلولای.
[3]. الجاثية: 4 – 6.

No comments:
Post a Comment